د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي، د کابل ښار په ترمینلونو کې د تخنیکي چک پروسې پر مهال د ۳۳ مسافروړونکو بسونو فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه وځنډول شو.
د مالیې وزارت وايي، د ا.ا پلاوي او د ایران د مسوولینو ترمنځ هوکړه شوې چې له دې وروسته به په اسلامکلا، نیمروز او ابو نصر فراهي او د ایران لوري ته درې مقابل ګمرکونو کې سوداګرو ته ۱۶ ساعته ګمرکي خدمتونه وړاندې کېږي.
د جوزجان د ارشاد، حج او اوقافو ریاست د دغه ولایت د مرکز شبرغان ښار په مربوطاتو کې د ۹ میلیون او ۵۰ زره افغانیو په لګښت د یوه جومات د جوړولو چارو د پیل خبر ورکوي.
سیمهییز مسوولین وایي چې په فراه او ارزوګان کې له څه باندې ۵۵۰ کورنیو سره نغدي او د ژمنیو توکو او پنجشېر کې له ۲۶۵ کورنیو سره د خوارکي او ژمنیو توکو مرستې وشوې.
د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د اتو میلیونو افغانیو په لګښت د یوه سړک او د کابل او ننګرهار د موټرو اډې لپاره د احاطې دېوال جوړولو چارې پيل شوې.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسوولين وايي چې په تېر يو کال کې يې د هېواد په کچه د قومونو او کورنیو ترمنځ ۳۲۰ لويې او وړې شخړې حل کړې دي.
د کونړ ځیني اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د یو شمېر تاریخي ابدو د بیارغونې پروژې چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې، بشپړې کړي.
د سمنګان د کلیوالي سیمو ځيني اوسېدونکي په دوکانونو کې د خپل سري درملو پلورل د اندېښنې وړ بولي او وایي چې له کلونو راهیسې دا ستونزه شته، خو د حل لپاره یې اقدام نه دی شوی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د دوو یو ورځنیو تمریناتي لوبو په لومړۍ سیالۍ کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۱۰۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
یوه خصوصي خیریه بنسټ کابل کې د هغو ۵۰ جوړو د واده ګډ مراسم جوړ کړل چې د اقتصادي ستونزو له امله یې د دغو مراسمو د لګښت توان نه درلود.
د پروان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په سیاهګرد ولسوالۍ کې ۲۵۰ دوکانونه چې پر دولتي ځمکې جوړ شوي وو له ۲۵ کلونو غصب وروسته تخریب شول او دغه ځمکه بېرته د حکومت تر تصرف لاندې راغله.
ډاکټران وايي، د هوا په سړېدو سره د تنفسي ناروغیو خپرېدو کچه لوړېږي چې په ځینو مواردو کې په ناروغ کې د سینوزیت رامنځته کېدو لامل هم ګرځي او په دې ناروغۍ اخته کس باید د ماسک کارولو ترڅنګ، ځان ګرم وساتي او ګرم مایعات وڅښي.