Language

درې ایراني امنیتي ځواکونه په سیستان او بلوچستان کې په برید کې وژل شوي

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د ایران درې امنیتي ځواکونه د دغه هېواد د سیستان او بلوچستان ولایت په یوه وسله‌وال برید کې وژل شوي دي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، دا برید نن (پنجشنبه) د سیستان او بلوچستان ولایت د سراوان ولسوالۍ کې د پولیسو د مرستندویه قطعې پر ګزمې ترسره شوی دی.

د راپور پر بنسټ، د سیستان او بلوچستان د پولیسو د معلوماتو مرکز ویلي چې یاد ځواکونه «د خلکو د امنیت د ټینګښت په حال کې وو» چې د ډزو هدف وګرځېدل.

د سیستان او بلوچستان پولیسو ټینګار کړی چې د برید د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.