ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان یو شمېر خلک په کلیوالي دوکانونو کې د درملو پر پلور اندېښنه څرګندوي

د سمنګان یو شمېر خلک په کلیوالي دوکانونو کې د درملو پر پلور اندېښنه څرګندوي

author avatar
1 Jan 2024 - 16:43
د سمنګان یو شمېر خلک په کلیوالي دوکانونو کې د درملو پر پلور اندېښنه څرګندوي
author avatar
1 Jan 2024 - 16:43

ایبک (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۲): د سمنګان د کلیوالي سیمو ځيني اوسېدونکي په دوکانونو کې د خپل سري درملو پلورل د اندېښنې وړ بولي او وایي چې له کلونو راهیسې دا ستونزه شته، خو د حل لپاره یې اقدام نه دی شوی.

خو سمنګان کې د روغتیا مسوولین په دوکانونو کې د خپلسرو درملو د پلور مخنیوي خبره کوي.

د سمنګان د کلیوالي سیمو د اوسېدونکو دغه شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې له کلونو راهیسې د دغه ولایت په لرو پرتو سیمو کې د ډاکټر له نسخې پرته په خپلسري ډول درمل پلورل کېږي.

د سمنګان د ایبک ښار د دلخکي کلي یوه اوسېدونکي عبادالله پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ لویه اندېښنه په کلیو کې د ځينو درملتونونو او خوراکه پلورونکو له خوا د خپلسري درملو پلور دی، له کلونو راهیسې د هغوی له خوا په غیرمسلکي ډول درمل پلورل کېږي.»

نوموړي وویل چې ځينو کلیو کې درملتونونه او مسلکي خلک نشته، نو له همدې امله خلک د اړتیا وړ درمل له دوکانونو اخلي، کوم درمل چې په دوکانونو کې پلورل کېږي ښه کیفیت نه لري او ان تاریخ تېر هم وي.

د هغه په خبره، دغو دوکانونو او وړو درملتونونو کې د ډېرې موده لپاره درمل ساتل کېږي چې د هغو تاریخ هم تېریږي، کله چې دغه کلیوال له پوهاوي پرته له یادو درملو استفاده کوي، د ډېرو ناروغیو او ان د مړینې لامل کېږي.

هغه د سمنګان د روغتیا له مسوولینو غوښتنه کوي څو د خپلسري درملو د پلور مخه ونیسي.

د سمنګان د دره صوف پایان ولسوالۍ د نیزار کلي ملک محمدالله بیک هم وایي چې د کلیوالو نه پوهاوی، د روغتیایي کلینیکونو نشتوالی او غلط باورنه هغه موارد دي چې د درملو د خپلسرې استفادې لامل کېږي.

د هغه په خبره، نیزار د دره صوف پایان یوه لرې پرته سیمه ده چې د هغې اوسېدونکي روغتیایي کلينیک ته لاسرسی نه لري، دا چاره د دې لامل شوې څو خلک په خپل سري ډول له درملو استفاده وکړي.

هغه هم د سمنګان له روغتیایي مسوولینو غواړي چې د درملو د خپلسرې استفادې زیانونو برخه کې باید خلکو ته پوهاوی ورکړي او بلخوا د یوه روغتیايي مرکز جوړېدو لپاره هم اقدام وکړي څو د دغه کلي خلک خپلسرې ډول له درملو استفاده ونه کړي.

د سمنګان د حضرت سلطان ولسوالۍ یوه اوسېدونکې مرضیه هم د دغه ولایت په ولسوالیو او کلیوالو سیمو کې د بې‌کیفیتو درملو له پلور شکایت لري، وایي چې پخوا د نه پوهاوي له امله خلکو د درملو تاریخ او جانبي زیان ته نه کتل او له دوکانونو یې پېرل.

هغې وویل: «ما چې کوم درمل له دغو دوکانونو اخیستل او له هغو مې دوامداره استفاده کوله راته یې ډېرې ناروغۍ پیدا کړې، کله چې پوه شوم چې دغه درمل راته ګټور نه دي، نوره مې ترې استفاده ونکړه.»

دا شکایتونه په داسې حال کې مطرح کېږي چې په کلیوالو سیمو کې ځيني روغتیایي رضاکار کارکوونکي د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، تر اوسه هم په یو شمېر دوکانونو او درملتونونو کې د غیرمسلکي کسانو له خوا بې‌کیفیته درمل پلورل کېږي.

د سمنګان حضرت سلطان ولسوالۍ کې یو روغتیايي رضاکار موسی‌خان وایي چې د دوکاندارانو له خوا د درملو پلور د کلیوالو د مړینې ډېرېدو لامل شوی دی.

هغه وویل: «تر اوسه مې څو ناروغان روغتیايي کلینیک ته را لېږلي چې له معاینې پرته د درملو د استفادې له امله په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي وو.»

د سمنګان روغتیایي مسوولین هم مني چې په ځينو کلیوالو سیمو کې د دوکاندارانو له خوا درمل پلورل کېږي.

د سمنګان د عامې روغتیا رییس مولوي محب‌الله بهاري پژواک ته وویل چې هیڅ دوکان او وړ درملتون د عامې روغتیا وزارت له جواز پرته د درملو د پلور اجازه نه لري.

نوموړي وویل چې ډېرو لرې پرتو سیمو کې ځينو دوکانونو کې په پټه درمل پلورل کېږي، دا ستونزه یوازې د سمنګان د عامې روغتیا ریاست له منځه نه شي وړلی، خو د کمولو لپاره یې یاد ریاست له روغتیايي کارکوونکو سره په همغږۍ اقدام کړی او ډېر ژر به د دې ستونزې هوارولو لپاره اقدامات وشي.

Views: 136

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.