غزني کې د قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د «قومونو د همغږي» په نوم غونډه کې د کوچیانو استازو وویل، لا هم لومړنیو خدماتو ته لاسرسی نه لري.
د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له نهو موسسو سره د یو عشاریه دوه میلیارد افغانیو په ارزښت هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
فراه ولایت کې نن سهار نهه بجې د دغه ولایت شیخ ابوالنصر فراهي بندر ته پر لاره د ترافیکي پیښې له امله ۶ کسان مړه شوي دي.
افغانستان کې د وړم کال له سیاسي تحول وروسته د لومړي ځل لپاره ۱۲۰ کسان د عدلیې وزارت د دفاع وکالت له ستاژ دورې فارغ شول.
کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي، کابل کې د ا.ا ځواکونو له لوري د «بېحجابۍ» په تور د ښځو نیول د هغوی د حقونو د نقضولو څرګندونه کوي.
د ننګرهار ولایت نازیانو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶۲ کلنه دښمني د قومي مشرانو او سیمهییزو مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د افغانستان د وزلوبې لیګ پنځم پړاو سیالیو کې د سرپل ټيم د سمنګان ټیم ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې افغانستان کې د زدهکړو او روغتیايي خدماتو د ملاتړ او معیشتي فرصتونو رامنځته کولو په موخه یې له اسلامي پراختیايي بانک سره درې هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانکړی استازی وايي چې ښايي د روان مېلادي کال د جنوري په دویمه نیمايي کې د ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د افغانستان په اړه غونډه جوړه شي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي چې د سند ایالت له زندانونو د ماشومانو په ګډون ۸۹ افغان کډوال ازاد شوي دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران په کرمان ولایت کې د وروستیو چاودنو له امله ۱۲ افغانانو هم خپل ژوند بایللی دی.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، د سردارمحمد داوودخان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې د عصبي جراحۍ ټیم له لوري «ماغزو تومور» پیچلي عملیات په بریالیتوب ترسره شول.