کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۲:( ډاکټران وايي، د هوا په سړېدو سره د تنفسي ناروغیو خپرېدو کچه لوړېږي چې په ځینو مواردو کې په ناروغ کې د سینوزیت رامنځته کېدو لامل هم ګرځي او په دې ناروغۍ اخته کس باید د ماسک کارولو ترڅنګ، ځان ګرم وساتي او ګرم مایعات وڅښي.

سینوزیت (د پزې او سینوسونو میکروبي کېدو) ناروغي ډېر ډولونه لري چې په ټوله کې له زکام او حساسیته پیلېږي او د بویايي او ذایقې حس کمزوري کېدل، ټوخی، د ستوني درد، نفس تنګي، د سر درد او تبه د دې ناروغۍ نښې دي.

ډاکتران سپارښتنه کوي چې په تنفسي او سینوزیت ناروغیو اخته کسان باید د ماسک کارولو ترڅنګ، له ګرمو مایعاتو ډېره استفاده وکړي او ځان ګرم وساتي.

په «یُسرا میډیکل کمپلېکس» خصوصي روغتون کې د غوږونو، ستوني او پزې کلینیکل پروفیسور ډاکټر رحمتشاه بابک پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کال په دې موسم کې معمولاً د هوا په سړېدو د تنفسي ناروغیو او زکام خپرېدو کچه لوړیږي.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، هره ورځ څه باندې دوولس پر سینوزیت اخته ناروغان دغه روغتون ته مراجعه کوي.

هغه وویل: «سینوزیت د سینوسونو د میکروبي کېدو په مانا دی چې له ویروسونو او انتانونو پیدا کېږي او په مزمن حالت کې کېدای شي د فنګس، باکتریا او یا ویروسونو په بڼه رامنځته شي.»

هغه زیاته کړه چې سینوزیت (د پزې د مجرا میکروبي کېدل) د زکام او رېزش ویروس له امله رامنځته کېږي چې انفلونزا او ګریپ هم ورته وايي او کله چې د بدن مقاومت کم شي د مکروبي کېدو لامل ګرځي.

د هغه په خبره، د سترګو پړسوب، شدیده تبه، د ځان درد، کسالت، زړه بدوالی او کانګې د سینوزیتونو نښې دي.

هغه سپارښتنه وکړه چې پر دې ناروغۍ اخته کسان باید لومړۍ څلور ورځې تر جدي مراقبت لاندې وي، ناروغ باید د ځان ګرم ساتلو ترڅنګ ګرم مایعات وڅښي او د درد او میکروب ضد درمل هم ورکړل شي.

هغه له روغو کسانو وغوښتل چې له کوره د وتلو پر مهال خامخا ماسک وکاروي او د شپې له خوا له ویده کېدو مخکې د اوبو او مالګې محلول غرغره کړي.

بلخوا، ناروغان هم د هوا له ککړتیا شکایت کوي.

د کابل ښار د قلعهچې اوسېدنکی نورجهان چې له درېیو اونیو راهیسې د سینوزیت پر ناروغي اخته دی او د درملنې لپاره «یُسرا میډیکل کمپلېکس» خصوصي روغتون ته راغلی، وايي، په دې موده کې څو نورو ډاکټرانو ته هم ورغلی خو تر اوسه نه دی روغ شوی.

هغه زیاته کړه: «تبه، ځان دردي او د سر درد راته پیدا دي او هرڅومره دوا مې چې واخیسته، ښه نه شوم، اوس دلته راغلم، ډاکټر راته وویل چې سینوزیت یې، درمل یې راکړل، ګورم چې څه کېږي.»

هغه د کال په دې موسم کې د هوا سړېدو او ککړتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د خپلې ناروغۍ اصلي لامل یې سړه هوا وبلله.

دغه راز یو ناروغ عرفان چې پر زکام اخته دی او دغه روغتون ته راغلی، وايي: «رېزش شوم، غوږونه او ستونی مې سخت درد کوي، ورور مې ډاکټر ته راوستم، اوس یې درمل او سیروم راکړل، ګورم چې څه کېږي.»

هغه هم د خپلې ناروغۍ لامل د هوا سړېدل او ککړتیا بولي.