Language

په امریکا کې د کابل هوايي ډګر د ۲۰۲۱ کال د برید د تورن محاکمه پیل شوه

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵):د محمدشریف‌الله محاکمه، چې د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر په برید کې د لاس لرلو تور پرې دی، د دوشنبې په ورځ د امریکا د ویرجینیا ایالت کې پیل شوې ده. خو د هغه مدافع وکیل ویلي چې امریکايي چارواکو په دې پېښه کې ناسم کس تورن کړی دی.

دغه برید د ۲۰۲۱ کال پر مهال د امریکايي ځواکونو د وتلو په وخت کې د کابل په هوايي ډګر کې وشو، چې د راپورونو له مخې شاوخوا ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري په کې ووژل شول.

پر محمد شریف‌الله تور دی چې له برید مخکې یې د ځانمرګي بریدګر لاره تر هوايي ډګر پورې څارلې وه، خو د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د هغه یو وکیل ویلي چې نوموړي د دې برید په پلان کې هېڅ رول نه درلود.

د راپور له مخې، د شریف‌الله محاکمه پرون (دوشنبه) پیل شوې او تمه ده شاوخوا یوه اوونۍ دوام وکړي.

د هغه مدافع وکیل جرمي کامنز د محاکمې په پیل کې وویل: «د امریکا حکومت ناسم کس نیولی دی، له همدې امله موږ په ویاړ سره د محمد شریف‌الله دفاع کوو.»

د امریکا د عدلیې وزارت څارنوال جان ګیبز ویلي چې شریف‌الله، چې د جعفر په نوم هم پېژندل کېږي، د FBI پلټونکو ته ویلي چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د داعش خراسان څانګې سره یوځای شوی و؛ خو هغه د کابل هوايي ډګر د برید په پلان کې د ګډون تور رد کړی دی.

خو جرمي کامنز ویلي چې ښايي دغه افغان تبعه (شریف‌الله) د پاکستان په بند کې تر فشار لاندې ناسم اعتراف کړی وي.

هغه زیاته کړې: «پاکستانیانو غوښتل چې هغه اعتراف وکړي، او د هغوی استخباراتي اداره خلک شکنجه کوي.»

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۱۴۰۳ لمریز کال د حوت په ۱۴مه اعلان کړی و چې امریکا د پاکستان په همکارۍ د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د برید په تړاو یو کس نیولی دی.

رسنیو هغه مهال د دغه کس نوم «محمد شریف‌الله» ښودلی و.