Language

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د باران ورېدو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۵): د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا او ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن (پنجشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې نن او سبا په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، کابل، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، تخار، جوزجان، سرپل، بلخ، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه، دایکنډي، بامیان، غزني، میدان‌وردګو، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا او ناڅاپي سېلابونو احتمال شتون لري.

سرچینې زیاته کړې چې د باران اندازه په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ تر ۳۰ ملي‌مترو پورې اټکل شوې ده.

دغه وزارت زیاتوي چې په مرکزي، ختیځو او جنوب‌ختیځو ولایتونو کې د سختو بادونو لګېدو احتمال هم شته چې سرعت یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومترو پورې دی.

Related Topics