Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د قوش‌تېپې کانال د امنیت ساتنې قطعه جوړه شوه

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۲): د کورنيو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت په چوکاټ کې د قوش‌تېپې کانال د ساتنې په موخه د ځانګړو ساتونکو قطعه جوړه شوه.

 د کورنيو چارو وزارت په دې اړه د جزییاتو له ورکولو پرته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه قطعه په ټولو اړينو پوځي تجهیزاتو او وسايلو سمبال شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت د بندونو، ملي پروژو، ښوونيزو بنسټونو، بانکونو او سوداګریزو مرکزونو د ساتنې دنده لري.

د راپورونو له مخې، د قوش‌تېپې کانال ۲۸۰ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ کیلومتره پلنوالی او اته عشاریه پنځه متره ژوروالی لري او په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د ۵۰۰ زره هکټاره ځمکې خړوبولو ظرفیت لري.

دغه کانال – چې د راپورونو له مخې د امو سیند د لس میلیارد متر مکعب اوبو تېرولو ظرفیت لري – د بلخ له کلدار ولسوالۍ پیل شوی او له جوزجانه په تېرېدو د فاریاب اندخوی ولسوالۍ ته رسېږي.

د قوش‌تېپې کانال د لومړۍ برخې - چې ۱۰۸ کیلومتره اوږدوالی لري – کار بشپړ شوی او د دویمې برخې کار یې پیل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.