کابل (پژواک، ۴ غويی ۱۴۰۵)د جرمني هوايي شرکت «لوفتهانزا» اعلان کړی چې د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې له امله د تېلو د بیو د لوړېدو او د جټ سونتوکو د احتمالي کمښت له کبله به تر اکتوبر میاشتې پورې شاوخوا ۲۰ زره لنډ واټن الوتنې لغوه کړي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دغه شرکت ویلي چې کمګټه لارې به لېرې کړي او خپل تمرکز به د فرانکفورت او مونیخ له اصلي هوايي ډګرونو څخه پر الوتنو وکړي.
د لوفتهانزا په وینا، دا اقدام کولی شي شاوخوا ۴۰ زره ټنه جټ سونتوکي وسپموي.
راپور زیاتوي چې د سونتوکو دا کړکېچ د هرمز تنګي کې د کړکېچونو له امله رامنځته شوی؛ هغه حیاتي لاره چې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه نفت او مایع ګاز ترې تېرېږي. د فبرورۍ له وروستیو راهیسې د جګړې له پیل سره، په ځینو بازارونو کې د جټ سونتوکو بیې له دوه برابره هم زیاتې شوې دي.
اروپايي هوايي شرکتونه په ځانګړي ډول له دې وضعیت اغېزمن شوي، ځکه د اروپا شاوخوا ۷۵ سلنه جټ سونتوکي له منځني ختیځه واردېږي. هر ډول اوږدمهاله ګډوډي کولی شي د اروپا پر هوايي صنعت جدي اغېزې ولري.
لوفتهانزا ویلي چې د «راتلونکو څو اوونیو» لپاره کافي سونتوکي لري، خو د دوبي لپاره د دوامدار تأمین په موخه بېلابېل تدابیر نیسي.
همداراز راپورونه ښيي چې د جټ سونتوکو نړیواله بیه د فبرورۍ په پای کې له شاوخوا ۹۹ ډالرو څخه د اپرېل په پیل کې نږدې ۲۰۹ ډالرو ته لوړه شوې ده.
اروپايي ټولنې هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا جګړه هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ میلیونه یورو تاوان د اروپا اقتصاد ته اړوي، او ښایي د سونتوکو کمښت د اوږدې مودې لپاره دوام وکړي.