Language

حقاني: نړیوال ورزشکاران دې د افغانستان د سولې او ورورولۍ پیغام خپلو هېوادونو ته ورسوي

کابل (پژواک، ٥ غویی ١٤٠٥): د افغانستان دکورنیو چارو وزیر په کابل کې د دودیزې غېږنیونې نړیوالې جشنوارې د ګډونوالو هېوادونو له استازو او ورزشکارانو سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد ته د بهرنیو ورزشکارانو راتګ نړۍ ته د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ پیغام رسوي.یادې سیالۍ تېره پنجشنبې په کابل کې پیل شوې وې، نن یې وروستۍ ورځ وه او لسګونو داخلي او بهرنیو لوبغاړو په ګډون کړی وو.

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني، نن په کابل کې د یادو دودیزو غېږنیونې د نړیوالو سیالیو د ګډون کوونکو هېوادونو له استازو او ورزشکارانو سره کتلي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، حقاني ویلي چې افغانستان ته د بېلابېلو هېوادونو د ورزشکارانو راتګ او دلته یې د تود هرکلي او مېلمه‌پالنې تجربه دا ښيي چې هېواد ورځ تر بلې د خوښۍ او پرمختګ پر لور روان دی، او د افغانستان د سولې او ثبات پیغام په پراخه کچه خپرېږي.
هغه د ګډون کوونکو هېوادونو له ورزشکارانو مننه کړې او ویلي یې دي چې ورزشکاران د خپلو هېوادونو غیررسمي ورزشي سفیران دي، نو باید د افغانستان مثبت انځور او د سولې، ورورولۍ پیغام له ځان سره خپلو هېوادونو ته یوسي.

د کورنیو چارو وزیر د المپیک ادارې له مشرتابه او د افغانستان د ورزشکارانو له استازو سره د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ څرګند کړی او د بهرنیو ورزشکارانو د مېلمه‌پالنې او د سیالیو د ښه تنظیم له امله یې د دغې ادارې ستاینه کړې ده.
حسرت