ژبه

افغان او قطري چارواکو افغان کډوالو ته د روغتیايي خدماتو په اړه خبرې کړې دي

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان عامې روغتیا وزارت سرپرست او د قطر د نړۍوالو همکاریو وزیرې، افغانستان کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو او راستنېدونکو افغان کډوالو ته د‎ روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په تړاو خبرې کړې دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د عامې روغتیا وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندرعباد د قطر د نړۍوالو همکاریو له وزیرې، لولا الخاطر سره لېدلي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">سرچینې لیکلي چې په دغه لیدنه کې د قطر له لوري د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو، له راستنېدونکو کډوالو سره د روغتیايي چوپړتیاوو، د زلزلې قربانیانو روغتیایي وضعیت او د افغانستان د روغتیایي سکټور پیاوړي کېدو اړوند بحث او خبرې شوې دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د افغانستان عامې روغتیا وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.</p>