د پروان امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر وايي، د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ولسمشر خبرې حقیقت نه لري او دا یوازې د افغانستان سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو لپاره هڅه ګڼل کېدای شي.
راپورونه وايي چې په جرمني او هالنډ کې په داعش ډلې پورې تړلي نهه کسان چې د بریدونو کولو پلان يې درلود، نیول شوي دي.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ کې د بېکیفیته تېلو پلور له امله د تېلو نهه پمپونه تړل شوي دي.
یو افغان مستند جوړوونکی چې له بریټانیا راغلی وایي، هېواد ته یې د راتګ موخه د افغانستان طبيعي ښکلاوې، تاریخي ابدات، کلتور او رواجونه د تصویر په ژبه نړۍوالو ته ښودل دي څو بهرني سیلانیان افغانستان ته راجلب شي.
د «فان چینا افغان» په نوم یوه چينايي شرکت مسوولین وايي، د افغانستان برېښنا، سمنټو فابریکې او روغتیايي سکټور کې د نږدې ۳۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.
په کابل کې د جاپان سفیر وايي، هېواد يې له افغانستان سره د نشهیي توکو، زدهکړو، د اقليم بدلون، د اوبو مديريت، تاريخي اثارو او روغتيا په برخو کې د همکاريو پراختيا ته لېوال دی.
د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالتونو مخکنی ځانګړی استازی جیمز ډابنز د ۸۱ کلونو په عمر مړ شو.
محمودراقي (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د کوهستان په دویمه حصه ولسوالۍ کې یو دیني عالم وژل
میمنه (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۲): د فاریاب ځيني اوسېدونکي د څښلو اوبو له کمښته شکایت لري او وایي، وچکالي او د کروندو خړوبولو لپاره د
د هواپېژندنې ادارې په دوو راتلونکو ورځو کې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې له تالندي، برېښنا او نسبتاً تېزو بادونو سره مل د اورښت او سېلابونو راوتو خبر ورکړی دی.
د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت مسوولین په هېواد کې د ښځینه سینګارتونونو د فعالیت منع کېدو لاملونه سینګارتونونو کې د اسراف موجودیت، د مصنوعي وېښتانو کارول او د ښځو د وريځو ایستل په ګوته کړل چې په وينا يې، دا ټول د شريعت له نظره جايز نه دي.