په هرات کې امنیتي سرچینې وایي، په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د حرفوي غلو یوه ډله نیول شوې ده.
د ټولګټو وزارت وایي چې په تېر یوه کال کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د څه باندې ۴۲۱ میلیونو افغانیو په ارزښت، ۱۲۵ بېلابېلې پروژې تطبیق شوې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې ویلي، د اقلیمي بدلونونو او پرلهپسې وچکالیو له امله د افغانستان کرنه او اقتصاد ډېر زیانمن شوي او اړتیا ده چې د دغه هېواد له خلکو سره مرسته وشي.
کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۲): د افغانستان اسلامي امارت ویاند د ناچاودو توکو د چاودنو له امله ۶۴۰ ماشومانو ته د مرکژوبلې اوښتو په تړاو
زابل او اروزګان کې له ۳۵۶۱ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه او غزني کې نږدې ۲۴ زره کیلوګرامه کيمیاوي سره پر بڼوالو ووېشل شوه.
د کاپیسا ځایي مسوولین وایي، نن د دغه ولایت د ګلبهار نساجي فابریکې اړوند دوې ودانۍ د برېښنا د شارتۍ له امله سوځېدلي دي.
د پاسپورتونو د نړۍوال اعتبار تازه درجه بندۍ له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ تر ټولو بااعتباره پاسپورت د سنګاپور او تر ټولو کماعتباره پاسپورت د افغانستان وپېژندل شو.
د بغلان امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې دوه کسان – چې ښځه او خاوند دي – وژل شوي او د قتل په تور یې څلور کسان نیولي دي.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست پکتیا ته په خپل سفر کې ویلي چې په دغه ولایت کې د مچلغو په ګډون د ۱۱ بندونو جوړولو سروې شوې ده.
ځايي سرچینې وايي چې یوې ځوانې ښځې د فاریاب په بلچراغ او بلې د دایکنډي په شهرستان ولسوالۍ کې ځانونه وژلي دي.
د ترافیکو عمومي ریاست وایي، په کابل او لومړي درجه ولایتونو کې یې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ترافیکي څراغونو نصبولو لړۍ پیل کړې ده.
د اروزګان والي مولوي محمدعلي جان احمد له خلکو غوښتي چې د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره دې راتلونکی نسل د دیني زدهکړو ترڅنګ عصري زدهکړو ته هم وهڅوي.