ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټولګټو وزارت: تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې ۱۲۵ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي

د ټولګټو وزارت: تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې ۱۲۵ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي

author avatar
24 Jul 2023 - 17:28
د ټولګټو وزارت: تېر یوه کال کې په ټول هېواد کې ۱۲۵ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي
author avatar
24 Jul 2023 - 17:28

کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۲): د ټولګټو وزارت وایي چې په تېر یوه کال کې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د څه باندې ۴۲۱ میلیونو افغانیو په ارزښت، ۱۲۵ بېلابېلې پروژې تطبیق شوې دي.

د یاد وزارت مسوولینو دغه څرګندونې نن ملت ته د حساب ورکونې په پروګرام کې کړې دي.

د ټولګټو وزارت د تدارکاتو رییس زمان‌الدین حبیبي وایي، تېر یوه کال کې څه باندې ۴۲۱ میلیون افغانیو په ارزښت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۲۵ ودانیزې، ساتنې او څارنې، اجناس او غیر مشورتي خدماتو پروژې تطبیق شوي او د یادو پروژو په تطبیق سره زرو کسانو ته په مستقیم او زرګونو کسانو ته په غیر مستیقم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه، یاد وزارت توانېدلی چې تېر یوه کال کې د ۷۸۱ کیلومتره په اوږدوالي د هېواد مهم سړکونه چې د افغانستان او نورو هېوادونو تر منځ ترانزیټي او سوداګریزو بندرونو عمومي لویې لارې دي د ترمیم او بیارغونې کار پیل کړي.

د هغه په خبره، تېر کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او برخو کې د ۵۲۷.۸ کیلومتره سړکونه سروې او ۲۰۹ کیلومتر سړک ډيزاین بشپړ شوی او د پلونو په برخه کې ۶۳۶.۷ متره پلونه سروې او ډېزاین شوي او ۴۵۰ متره استنادي دېوالونه د دغه وزارت د سرچینو او تخنیکي ظرفیتونو په وسیله بشپړ شوي دي.

دغه راپور کې راغلي چې د پروژو د ټسټ او کیفیت تضمین په موخه د ټولګټو وزارت د لابرتوار برخې خپل لابراتواري ازمایښتونه له څلورو ډولونو ۴۰ ډولونو ته لوړه کړي چې په هغه لابراتوار کې د خاورې، سمنټ، کانګرېټ، جغل او نورو ودانیزو موادو ازمایښت ترسره کیږي.

حبیبي زیاته کړې، اوسمهال یې په ۲۱ ولایتونو کې د باروړنکو موټرو د اضافه‌بار د کنټرول په موخه ۴۱ تلې فعاې کړې دي.

 نوموړي وویل، د دغه وزارت د مسلکې‌سازۍ په موخه په ۱۴۰۱ کال کې د یاد وزارت په تشکیل ۲۱۸۵ کسان و چې په ۱۴۰۲ کال کې ۲۶۳۷ کسانو ته لوړ کړی دی.

د ټولګټو وزارت د تدارکاتو رییس زیاته کړه، راتلوونکي کال کې په هېواد کې د بېلابېلو پروژو د چارو بشپړېدو پر پلانونه هم کار کوي.

Views: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.