د المپیک ملي کمېټه او سپورټ عمومي ریاست وايي، نن په میدانوردګ ولایت کې د موټرسايکل ځغلونې سيالۍ وشوه.
د عدلیې وزارت وايي، د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ جریب ځمکه بېرته مسترد شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په دوحه کې له ځینو افغانانو سره په لیدنه کې ویلي چې ډېر ژر به په قطر کې د پاسپورټو د چاپ او وېش لړۍ پراخه او چټکه شي.
کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۲): د هوا پېژندنې اداره د هېواد په ۸ ولایتونو کې د چټکو بادونو، تالندې او تندر سره د سختو اورښتونو
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د دو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې شخړه چې له شاوخوا ۲۵ کلونو راهیسې یې دوام درلود، هواره شوه.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ویلي چې د دغه هېواد پارلمان له راتلونکې چهارشنبې ورځې منحلوي.
د پاکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې چې د افغانستان په مسایلو کې به فعالې ښکېلتیا ته دوام ورکوي.
کابل (پژواک، ۱۱زمری ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق دفتر راپور ورکړی چې د روان کال په لومړیو شپږو
د غور ځایي سرچینو په دغه ولایت کې د نږدې ۳ زره کیلوګرامه اومان له منځه وړلو خبر ورکړی دی.
فاریاب کې یو شمېر چرم جوړوونکي د اندېښنې څرګندولو سره وايي، دغه ولایت کې د چرم جوړولو لسګونو کارخونو خپل فعالیتونه درولي، سلګونو کارګرو خپلې دندې پرېښې او دغه صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.
په لغمان کې امنيتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل- ننګرهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
هرات کې یو شمېر تار تولیدوونکي بهر ته د دغه محصول د صادراتو درېدو له امله اندېښمن دي او وايي، که وضعیت همدا ډول دوام وکړي اړ دي خپلې کارخونه وتړي.