کابل (پژواک، ۱۱زمری ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق دفتر راپور ورکړی چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۲۰ میلیون ډېرو افغانانو ته د روغتیا او تغذیې خدمات وړاندې کړي چې د هغو ۵۰ سلنه یې ماشومان وو.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف نن په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه خپل شپږ میاشتنی راپور خپور کړ.
دغه راپور کې راغلي، د روان کال د جنورۍ تر جون میاشتې په ثابتو او ګرځنده روغتیایي مرکزونو کې د شاوخوا اتو میلیونو ماشومانو د حاد خوارځواکي څېړنه کړې ده.
یونیسف ویلي، د دغو ماشومانو له ډلې، تقریباً د ۳۵۰ زره کسان یې چې ۵۶ سلنه یې نجونې وې د «شدیدو ضایعاتو» له امله بستري شوي دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمایي کې د تېر کال همدې مودې په نسبت ۳۱ سلنه ډېرو یادو ماشومانو درملنه یې کړې.
دغه راز یونیسف ویلي چې دغه موده کې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې له شپږ سوه او ۳۳ زره ډېرو ماشومانو ته چې ۶۰ سلنه یې نجونې وې د «ټولنې محور» زدهکړې پروګرام له لارې تعلیمي خدمات وړاندې شوي دي.
د یونیسف د شپږ میاشتني راپور له مخې، په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر د روان کال په جنورۍ کې۲۸.۳ میلیون و چې په مې کې۲۹.۲ میلیونه کسانو ته لوړ شوی دی.
دغه بنسټ زیاته کړې، حفاظتي او تخصصي خدماتو ته د خلکو د اړتیا ډېرېدل، بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمیر زیاتېدو لامل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې یونیسف له دې مخکې ویلي و، په افغانستان کې د ۱۰،۳ میلیونو ماشومانو په ګډون د ۱۹ میلیونو وګړو اړتیاوو ته رسېدنې له لپاره ۱،۴۵ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










