کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۲): د عدلیې وزارت وايي، د بادغیس ولایت په جوند ولسوالۍ کې شاوخوا ۵۰۰ جريبه غصب شوې ځمکه راګرځول شوې ده.
عدلیې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په بادغیس کې د ځمکو غصب د مخنیوي تخنیکي هیات په غونډه کې د یو شمېر مراجعینو اسناد او عریضې وڅېړل شوې او په اړه یې تصمیمونه ونیول شول.
په خبرپاڼه کې راغلي: «په دې غونډه کې تخنیکي هیات د بادغیس جوند ولسوالۍ د «ابخور یلنتا» په سیمه کې د ۵۰۰ جریبه ځمکې موضوع څېړلې او دغه ځمکه یې بېرته راګرځولې ده.»
سرچيني لیکلي، د يادې سيمې استازو او مخورو له تخنيکي کمېټې سره ژمنه وکړه چې پر ياده سيمه به د هیڅ ډول ملکيت دعوه نه کوي او د نورو خلکو له استفادې به هم مخنیوی نه کوي.
دغه راز سرچينې زياته کړې، یاد هیات له هغو کسانو چې د قادس ولسوالۍ د ابګرمک کلي د زيارت ځمکې او د خليفه بهرام د زيارت د يوې برخې پر غصبولو تورن دي، د شرعي اسنادو غوښتي کړې ده.