کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۲): د پاکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې چې د افغانستان په مسایلو کې به فعالې ښکېلتیا ته دوام ورکوي.
د پاکستان اکسپرس ټریبیون ورځپاڼې تېره ورځ ناوخته راپور خپور کړی چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په ایران کې د دغه هېواد بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
سرچینې لیکلي: «دواړو هېوادونو موافقه کړې چې په ګاونډي افغانستان کې د سولې او ثبات د پرمختګ لپاره به خپلې فعالې ښکېلتیا ته دوام ورکوي.»
سرچینه د ایران بهرنیو چارو وزیر له قوله لیکلي، د افغانستان هر ډول وضعیت د پاکستان او ایران په ګډون پر ګاونډیو هېوادونو هم اغېز لري.
د هغه په وینا، نو ځکه دا د دواړو هېوادو دیني او انساني دنده ده چې د افغانستان له خلکو ملاتړ وکړي.