هرات کې یو شمېر ځوانان وايي چې په ټول هېواد کې امنیت ټینګ شوی، خو بېکاري اوس هم د ټولنې پر وړاندې یو خنډ ده او دغه ستونزه لامل شوې څو ډېری لوستي ځوانان له هېواده د وتلو په فکر کې واوسي.
کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۲): هېواد له سیاسي بدلون وروسته د افغانیو ارزښت د ډالرو پر وړاندې لوېدلی و، وروستیو څو ورځو کې بېرته کنټرول
د بلخ په مرکز مزارشریف کې د ۳۲ لوبغاړو په ګډون د څلورو لوبډلو ترمنځ د «اوړي جام» په نوم د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.
د سمنګان روغتیایي مسوولینو د دغه ولایت د ولایتي روغتون له ۸۰ بستره ۲۴۰ بسترو ته د ارتقا خبر ورکړی او وایي چې له دې سره د روغتون ایسيیو او انتاني برخې هم فعاله شوې دي.
بلخ کې حکومتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو یو ماشوم د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی او په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.
د غزني ولايت په مرکز کې د ١٤ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ٣٠ اوريزې سيالۍ پيل شوې.
سرپل او نورستان کې مسوولین وایي چې په دغو ولایتونو کې د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت د څه باندې ۸ کیلومتره سړکونو جوړولو او بیارغونې چارې پیل شوې دي.
د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ کې د «الفت» په نوم یوې نوې خصوصي راډيو د ايف ايم پر څپو خپلې خپرونې پيل کړې.
د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې لس پولنډي سیلانیان دغه ولایت ته تللي او ټاکل شوې چې د هرات له تاریخي ځایونو لیدنه وکړي.
د هرات ځایي مسوولین وایي چې کډوالو د توبرکلوز د تشخیص په موخه – چې له ایرانه راځي- د پورتیبل اکسرې دوه دستګاوې د دغه ولایت د اسلامکلا پولې صفري نقطه کې نصب شوې.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۵۷۲ افغان کډوال له ایرانه او ۳۷۰ نور له پاکستانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
کندهار کې ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت صنعتي پارک اړوند د انځرو په سرای کې تېره ورځ اورلګېدلی چې له امله یې پنځوس میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.