ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د یوه امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۷۸،۲۰ افغانیو ته ټيټ شو

د یوه امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۷۸،۲۰ افغانیو ته ټيټ شو

author avatar
30 Aug 2023 - 18:48
د یوه امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۷۸،۲۰ افغانیو ته ټيټ شو
author avatar
30 Aug 2023 - 18:48

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۲): هېواد له سیاسي بدلون وروسته د افغانیو ارزښت د ډالرو پر وړاندې لوېدلی و، وروستیو څو ورځو کې بېرته کنټرول شوی او نن له دوو کلونو وروسته د یوه ډالر د پېر ارزښت ۷۸،۲۰ افغانیو ته رسېدلی دی.

د ۱۴۰۰ کال زمري میاشت کې د سیاسي نظام سقوط، پر بانکونو له محدودیتونو او د امریکا له خوا د افغانستان د ۹ میلیارد ډالرو کنګل کېدو سره، افغانستان له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ شو چې یوه ننګونه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ټيټېدل و.

د یادونې ده، د ۱۴۰۰ کال وري میاشت کې د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۷،۳۰ افغانۍ وه خو د هماغه کال د زمري میاشتې په ۲۳ یعنې د مخکني نظام له سقوط یوه ورځ مخکې، یو ډالر په ۸۸ افغانۍ بدلېده او ورځ تر بلې د افغانۍ ارزښت ټيټېده.

د پژواک د یوه خپاره شوي راپور له مخې، د ۱۴۰۰ کال په لېندۍ میاشت کې د یوه ډالر د پېر ارزښت ۱۳۰ افغانیو ته رسېدلی و.

صرافان: د امریکایي ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت بیا په ښه ځای کې دی

د کابل ښار د شهزاده سرای د «صداقت صرافۍ» مالک حاجي محمد حسین نن چهارشنبه (۸ وږی) پژواک ته وویل: «دمګرۍ چې د مازیګر ۴ بجې دي د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۸،۲۰ افغانۍ ده.»

هغه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدو لامل د مرکزي بانک له لوري د ډېرو ډالرو پلورل بولي او وایي چې ښايي د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت نور هم لوړ شي.

په ورته وخت کې د کابل د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې مرستیال حاجي محمدطاهر قیومي د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدو د لامل په اړه پژواک ته وویل: «اسلامي امارت په هلمند، کندهار او ځیني نورو ولایتونو کې لارښوونه کړې چې له دې وروسته خپلې ټولې معاملې په افغانیو ترسره کړي؛ نو بناً په بازار کې د افغانیو تقاضا ډېره شوې او ارزښت یې لوړ شوی دی.»

د یادونې ده، له دې مخکې د هېواد په ځینو ولایتونو کې راکړه ورکړو کې پاکستانۍ کلدارې او ایراني تومان کارول کېدل.

د کابل شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې ویاند عبدالرحمن زیرک له دغه وضعیته خوښ دی او ویلي یې دي: «ماشاءالله چې له نظره نه شو.»

مرکزي بانک هم د افغانیو د ارزښت لوړېدو خبره کوي.

مرکزي بانک: د نورو لاملونو ترڅنګ، معقول پولي سیاستونه هم د افغانیو ارزښت لوړېدو لامل شوي دي

د مرکزي بانک ویاند حسیب‌الله نوري پژواک ته وویل چې له بېلابېلو وسیلو استفاده، معقول پولي سیاستونه، د افغانیو رایجول او پر افغانیو د خلکو اعتماد د افغانیو لوړېدو لاملونه دي.

نوموړی وایي، مرکزي بانک هڅه کوي چې له دې وروسته د افغانیو ارزښت ثابت وساتل شي.

د اقتصادي چارو پوهان: د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدل نېک ګڼو.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد او د اقتصادي چارو پوه تاج‌محمد تلاش پژواک ته وویل چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو ټيټېدل، هم داخلي او هم بهرني لاملونه لري.

 د هغه په خبره، د روسیې او اوکراین جګړه، امریکا ته د ځينو نړۍوالو قدرتونو یو کېدل هغه بهرني لاملونه دي چې د امریکایي ډالرو د ټيټېدو لامل شوي دي.

هغه د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د لوړېدو د داخلي عواملو په اړه وویل چې له افغانستانه د ډالرو د قاچاق مخنیوی، د مرکزي بانک له خوا د پیسو مدیریت، د عوایدو راټولول، د نړۍوالې ټولنې له خوا د بشري مرستو ډېرېدل هغه لاملونه دي چې د ډالرو ارزښت یې د افغانیو پر وړاندې راټیټ کړي.

دی د افغانیو د ارزښت لوړېدل یو نېک کار بولي او وایي چې د افغانیو لوړ ارزښت به د دې لامل شي چې د توکو او وارداتي مالونو بیې راټيتې شي.

په ورته وخت کې، د اقتصادي چارو پوه او د صنعتکارانو د اتحادیې رییس عبدالجبار صافی وایي: «د بشري مرستو ډېرېدل، د صادراتو ډېرېدل چې الحمدلله له افغانستانه د ورځې سلګونه کانټینره تازه او وچه مېوه بهر ته ځي، د بهرنیو پانګوالو جذبول، دا ټول هغه عوامل دي چې د افغانیو په لوړېدو کې اغېز لري.»

هغه ښه امنیت او له بهرنيو هېوادونو سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکي د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت لوړېدو یو بل لامل یادوي.

نوموړی زیاتوي: «اسلامي امارت توانېدلی چې په هره برخه کې اغیزناک اقدمات وکړي او په بېلابېلو برخو کې پانګوال جذب کړي…  سوداګر له ترکیې، چین او له نورو هېوادونو راغلل  اوغواړي چې دلته پانګونه وکړي.»

خلک د افغانیو ارزښت لوړېدو ته خوښ دي خو د بیو د کنټرول غوښتنه کوي

د کابل ښار د تایمني سیمې یو اوسېدونکی عبدالنبي وایي: «له دوو کلونو وروسته د ډالرو پر وړاندې افغانۍ لوړه شوې د خوښۍ ځای دی خو باید قیمتونه هم کنټرول شي.»

هغه زیاته کړه څنګه چې ډالر لوړ شي ورسره د توکو په ځانګړي ډول د نفتي او خوارکي توکو بیې هم لوړې شي خو اوس باید حکومت بیې کنټرول کړي چې بېرته ټيټې شي.

دغه راز، د کابل ښار د خیرخانې سیمې یوه اوسېدونکې نفیسه وایي: «دا چې اسلامي امارت توانېدلی د افغانۍ بیه کنټرول کړي د ستایلو وړ دی، خو زموږ غوښتنه د یوه وګړي په توګه دا ده چې د توکو بیې هم کنټرول کړي چې باید خپل حالت ته وګرځي.»

Visits: 82

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.