د ټولګټو وزارت وایي، د هېواد په کچه د دوه میلیارد او ۱۷۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۹۰ بېلابېلو ټولګټو پروژو کارونه روان دي چې ۶۸ له پرمختیايي او ۲۱ نورې له عادي بودجې تطبیقېږي.
د لغمان ولایت سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او الېشنګ ولسوالۍ کې له شاوخوا ۸۰۰ کورنیو سره نغدي، د خوراکي توکو او د لمریزې برېښنا د وسایلو مرستې وشوې.
د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ چې له تېرو ۳۴ کلونو راهیسې يې دښمني درلوده، د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړتوب سوله وشوه.
د افغانستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې د راتلونکی پنځوس اوریزه نړۍوال جام سیالیو لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
فیضاباد (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د بدخشان ځایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت د شپږمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یوه ۱۶ کلن ځوان ځانوژنه
تخار کې د کچالو او مڼو د حاصلاتو راټولولو فصل له رارسېدو سره هممهاله د دغه ولایت بڼوال د مناسب بازار او معیاري سړو خونو نشتوالي ته اندېښمن دي او په دې برخه کې د حکومت د پاملرنې غوښتنه کوي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، له جرمني څخه افغانستان ته ۱۵ زره قاچاق شوي «ټابلېټ کا» یې نیولي دي.
کابل کې د جاپان سفیر د سره میاشتې ټولنې له رییس سره په لیدنه کې له دغه بنسټ سره پر خپلې دایمي همکارۍ وکړ او ویې ویل چې د هېواد نغدي مرسته یې د دې ادارې له لارې اړمنو ته په شفاف ډول رسېدلي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، جاپان په افغانستان کې د ۱۶۵ لومړنیو ښوونځيو د جوړولو او بیارغونې لپاره ۲۵ میلیون ډالره مرسته کوي.
موظفې کمېټې په غزني کې تر اوسه ۹۳ سوالګرې کورنۍ – چې ۶۹۳ غړي لري – مستحقې پېژندلې او له دې وروسته حکومت هر غړي ته یې د میاشتې ۱۵۰۰ افغانۍ ورکوي.
افغان کرکټ بورډ د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د پرونۍ لوبې په تړاو د کرکټ اسیایي شورا ته شکایت کړى دی.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي چې د یوې تازه سروې له مخې په دغه ولایت کې پنځه نوې لرغونې سیمې کشف شوې دي.