ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د دوو دښمنو کورنيو ترمنځ سوله وشوه

ننګرهار کې د دوو دښمنو کورنيو ترمنځ سوله وشوه

author avatar
13 Sep 2023 - 18:06
ننګرهار کې د دوو دښمنو کورنيو ترمنځ سوله وشوه
author avatar
13 Sep 2023 - 18:06

جلال‌اباد (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ چې له تېرو ۳۴ کلونو راهیسې يې دښمني درلوده، د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړتوب سوله وشوه.

د جان‌محمد خان او عجب خان کورنيو پرته له کومې جوړ جاړي او بدو اخیستو څخه له بدۍ تېر شول او د جرګې پرېکړه يې ومنله.

په دغه دښمنۍ کې چې د ځمکې مالکيت په سر له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې وه، له يوې کورنۍ دوه او له بلې کورنۍ يو کس وژل شوی وو او يو بل ټپي و.

د ننګرهار ولايت مرستيال والي مولوي سعيداحمد بنوري چې نن د وږي په ۲۲مه يې روداتو ولسوالۍ کې په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وويل، په هېواد کې د تېرو څلور لسيزو جګړو د افغانانو ترمنځ ډېرې دښمنۍ پيدا کړې او بايد ټول يو بل ته بښنه وکړي او په سوله او ورورلۍ کې ژوند مخته يوسي.

نوموړي پر مسوولينو او مخورو غږ وکړ څو دې لړۍ ته ادامه ورکړي او په ټولو ولسوالیو کې خپلمنځي دښمنۍ ختمې او د عفوې له مخې يې په دوستۍ بدلې کړي.

ديني عالم مولوي ضياءالله حکيمي وويل، اسلام د سولې او ورورګلوۍ دين دی، بايد د اسلامي اصولو له مخې دا ډول دښمنۍ د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړتوب په دوستۍ بدلې شي.

د روداتو ولسوالۍ قومي مشر او د جرګې غړي ګل احمد وويل، د دواړو کورنيو ترمنځ يې د روغې جوړې په موخه يوه مياشت مذاکرات کړي چې دوی راضي شول او يو بل ته یې بښنه وکړه.

د جرګې بل غړي او قومي مشر عبدالمتين له دواړو اړخونو مننه وکړه چې د مشرانو خبرې يې ومنلې او روغې جوړې ته کېناستل.

عنايت‌الرحمن آمين د جرګې پرېکړه‌ليک ولوست چې په کې راغلي وو:« دواړو کورنيو جرګې ته واک ورکړی و، چې له هر ډول معاملې پرته يې يو بل ته بښنه وکړه، که په راتلونکي کې کومه کورنۍ زياتی وکړي، نو حکومت ته به پنځه ميليونه افغانۍ ناغه ورکوي او مال به يې جرګې له لوري تالا کيږي.»

د جان محمد د کورنۍ يوه غړي سيد محمد وويل، دښمني هغه مهال پيل شوې وه چې د دوی د کورنيو مشران (جان محمد او عجب خان) ژوندي وو، خو اوس هغوی دواړه مړه شوي او دښمني دوی ته په کلونو ميراث کې پاتې وه.

هغه د جرګې له مشرانو مننه وکړه چې د دوی د روغې جوړې لپاره يې هلې ځلې وکړې او ټينګار یې وکړ چې قومي مشران او ديني عالمان په نورو سيمو کې هم ورته جرګې جوړې کړي او دښمنۍ ختمې کړي.

له دې مخکې هم د ننګرهار ولايت مختلفو ولسواليو کې د قومي مشرانو په هلو ځلو دا ډول دښمنۍ په دوستۍ بدلې شوې دي.

Visits: 1044

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.