ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

بدخشان کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

author avatar
13 Sep 2023 - 18:00
بدخشان کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې
Social media
author avatar
13 Sep 2023 - 18:00

فیض‌اباد (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۲): د بدخشان ځایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت د شپږمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې یوه ۱۶ کلن ځوان ځان‌وژنه کړې ده.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار پژواک ته وویل، ۱۶ کلن رحیم‌الله چې له یوه مستري سره یې شاګردي هم کوله وروسته له هغه چې پلار یې رټلی، ځان يې زندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی.
هغه وایي، یاد ځوان دوه ورځې مخکې د خپل پلارله خوا رټل شوی او لادرکه و، خو نن غرمه د هغه ځړول شوی جسد د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په یوه مخروبه کور کې پیدا شوی دی.
د دغه ځوان خپلوان وایي چې هغه فیض‌اباد ښار کې له یوه مستري سره شاګردي کوله، څو ورځې مستري خانې ته نه و تللی، پلار یې ورسره زور زیاتی کړی نو له همدې امله یې ځان‌وژنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دیني عالمان وایي، ځان وژنه د اسلام له نظره کبیره ګناه ده او هيڅوک باید د ژوند د حلېدونکو ستونزو له امله پر داسې عمل لاس پورې نه کړي او کبیره ګناه مرتکب نه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.