ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جاپان په افغانستان کې د ۱۶۵ ښوونځيو د جوړلو او بیارغونې لپاره ۲۵ میلیونه ډالر مرسته کوي

جاپان په افغانستان کې د ۱۶۵ ښوونځيو د جوړلو او بیارغونې لپاره ۲۵ میلیونه ډالر مرسته کوي

author avatar
6 Sep 2023 - 18:16
جاپان په افغانستان کې د ۱۶۵ ښوونځيو د جوړلو او بیارغونې لپاره ۲۵ میلیونه ډالر مرسته کوي
author avatar
6 Sep 2023 - 18:16

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، جاپان په افغانستان کې د ۱۶۵ لومړنیو ښوونځيو د جوړولو او بیارغونې لپاره ۲۵ میلیون ډالره مرسته کوي.

د یاد سازمان په خبرپاڼه کې راغلي د دغو ښوونځيو له جوړولو سره ۳۳ زره زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړې زمینه برابرېږي.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت په دې پروژه کې د درسي ټولګيو، تشنابونو، د لاس مینځلو اسانتیاوې او د احاطې دیوالونو جوړول او بیارغول شامل دي.

په خبرپاڼه کې افغانستان کې د چاپان د سفر تاکاشي اوکادا له قوله راغلي: «هر ماشوم حق لري چې ښوونځي ته لاړ شي او په خوندي چاپېریال کې زده‎کړې وکړي، جاپان له افغان هلکانو او نجونو سره مرسته کوي چې په ښوونځیو کې یې ورته درسي خونې جوړې او یا ورغول شي او د اوبو او روغتیا ساتنې اسانتیاوو ته لاسرسی ولري.»

یونیسف ویلي، په افغانستان کې لږ تر لږه نیمايي دولتي ښوونځي مناسبې درسي خونې نه لري او په سلو کې ۵۸ یې د څښاک اوبه او د لاسونو مینځلو امکانات نه لري.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې ویلي، کله چې ټولګي کې ماشومان خوندي وي، ماشومان زده‌کړو ته هڅول کېږي او په ښوونځي کې د زده‌کوونکو د حاضرۍ کچه ورسره لوړیږي.

چاپان په داسې حال کې له افغانستان سره مرسته کوي چې د ۱۴۰۱ کال د وري مياشتې په لومړيو کې اسلامي امارت په افغانستان کې د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او د همدغه کال په لیندۍ میاشت کې د نجونو پوهنتونونو فعالیت تر دویم امر پورې وځنډاوه، خو ویلي یې دي چې دغه پرېکړه دایمي نه ده او هڅې روانې دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې ورته حل‌لاره پیدا شي.

Visits: 153

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.