منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۶ غ.م
۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

روغتیا

۴،۲۵۷ راپورونه

راپورونه

د پژواک راپورونه د نیمروز محرومو سیمو کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د بېرته فعالېدو لامل شول

د پژواک د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې د نیمروز په مرکز کې د ځینو کلیو اوسېدونکي له لومړنیو، په ځانګړي ډول له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې بلل شوي وو، اوس ګرځنده روغتیايي ټیمونه له…

د زابل ولایتي روغتون کې د ۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د دوو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

د عامې روغتیا وزارت وايي، د زابل ولایتي روغتون کې د شاوخوا ۹۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۰۰ بسترونو په ظرفیت د دوو ودانیو جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې د دغه روغتون ظرفیت لوړ او روغتیايي خدمات به یې ښه شي.

د لارو خرابوالی او د روغتیايي مرکزونو کمښت؛ د فاریاب د بندر او لولاش ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې

د فاریاب د بندر او لولاش ولسوالیو د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له کمښت او د لارو له خرابوالي شکایت کوي او وایي، د ولسوالیو مرکزونو ته د ناروغانو د…

د هند د چاپېریال‌ساتنې وزیر له افغان حکومت سره د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی

د هند د چاپېریال‌ساتنې، ځنګلونو او د اقلیم بدلون وزیر د افغانستان د عامې روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان د خلکو د روغتیایي امنیت د ملاتړ لپاره خپله ژمنتیا یو ځل بیا تازه کوي او له افغان حکومت سره به یې په بېلابېلو برخو کې همکارۍ دوام ولري.

هلمند کې د سترګو ۵۰۰ وړیا عملیاتونه وشول

د هلمند سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د عامې روغتیا وزرات د متخصصو ډاکټرانو له لوري په لسو ورځو کې د سترګو پنځه سوه وړیا عملیاتونه ترسره شوي دي. 

جلالي د روغتونونو د تجهیز او پولیو د له منځه وړلو برخو کې د اماراتو د همکارۍ غوښتنه کړې

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د متحده عربي اماراتو له نوي سفیر سره په لیدنه کې په عصري وسایلو د افغانستان د روغتونونو سمبالولو او هېواد کې د پولیو د له منځه‌وړلو برخو کې د اماراتو د همکاریو ډېرېدو غوښتنه کړې ده.

افغانستان کې د درملو د تولید ډېرېدو لپاره هڅې او د کیفیت او کمیت پر لوړېدو یې د کارپوهانو ټینګار

د عامې روغتیا وزارت تازه شمېرې ښيي چې اوس‌مهال په ټول هېواد کې د درمل جوړولو ۱۳۰ فابریکې فعالیت لري او څه باندې ۶۰۰ قلمه بېلابېل ډول درمل تولیدوي؛ خو د روغتیا برخې کارپوهان ټینګار…

نور راپورونه