منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:14 غ.م
ننوتل
11° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې ۱۲ روغتونونو ته د اکسیجن وسایل ورکړل

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په کابل او د افغانستان په ۱۱ نورو ولایتونو کې یې له ۱۲ روغتونونو سره د ناروغانو لپاره د اکسیجن اړوند وسایلو مرسته کړې ده.

· 1 دقیقه لوستل · 260 کتنې

کابل (پژواک، ۱۶ دلو ۱۴۰۴): د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په کابل او د افغانستان په ۱۱ نورو ولایتونو کې یې له ۱۲ روغتونونو سره د ناروغانو لپاره د اکسیجن اړوند وسایلو مرسته کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان نن (پنجشنبه) په ټولنیزې شبکې ایکس کې په یوه پیغام کې ویلي چې دا مرسته د ناروغانو خوندیتوب پیاوړی کوي او د هغو کسانو لپاره چې اکسیجن ته ډېره اړتيا لري، د اکسیجن له لارې د درملنې کیفیت ښه کوي.

دغه سازمان د یادو وسایلو په اړه د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړې چې دا مرسته یې د خپلو شریکانو په ملاتړ کړې ده.

سرچینه وایي چې د اکسیجن یاد وسایل له روغتیايي کارکوونکو سره مرسته کوي څو ناروغانو ته خوندي او باوري خدمات وړاندې کړي.