منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۵ غ.م
۳°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

نوښت او ټکنالوجي

۳۳۳ راپورونه

راپورونه

غړي

مخابراتو وزارت: هغه کسان چې سیم‌کارتونه په لوړه بیه پلوري، له قانوني چلند سره مخ کېږي

په لوړه بیه د سیم‌کارتونو له پلوره د خلکو له شکایت وروسته د مخابراتو او معلوماتي او ټکنالوجۍ وزارت ويلي چې له دې وروسته هیڅ مخابراتي شبکه نه شي کولای له سل افغانۍ په لوړه بیه سیم‌کارت وپلوري.

غړي

د بدخشان د ۱۶ ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د معیاري مخابراتي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي

د بدخشان د سرحدي او لرې‌ پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي ستونزو د حل غوښتنه کوي، خو د دغه ولایت د مخابراتو ریاست وايي، د انټرنېټي او مکالماتي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې له ۳۰ ډېرې پروژې د پلې کېدو په حال کې دي.

د کابل ښاریان د مخابراتي شبکو انټرنېټ له ټیټ کیفیته شکایت کوي

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د انټرنېټي خدمتونو له لوړې بیې او ټیټ کیفیته شکایت کوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په نږدې راتلونکي دې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ۲۷۹ نوو مخابراتي سایټونو فعالولو خبر ورکوي.

غړي

له ګاونډیو هېوادونو راستنېدونکو افغان کډوالو ته ارزانه او فعال سیمکارتونه ورکول کېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د هېواد په پولو کې راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د مخابراتي ستونزو د حل په موخه په ارزانه بیه سیمکارتونه ورکوي او بیا یې دې د څلور میاشتو په موده کې راجستر کړي.

غړي

د برېښنایي پېژندپاڼو له سیستم سره د سیمکارتونو د ثبت او مدیریت سیستم نښلول کېږي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې او د مخابراتو وزارت اړوند د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (اترا) ترمنځ د برېښنایي پېژندپانو له سيستم سره د سيمکارتونو د ثبت او مديريت سيستم د نښلولو هوکړه‌ليک لاسليک شو.

نور راپورونه