د مخابراتو ریاست: مخابراتي شبکې دې میدانوردګو کې خپل خدمات معیاري کړي
میدانوردګو کې مسوولینو په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو له استازو وغوښتل چې خلکو ته معیاري خدمات وړاندې کړي.
میدانوردګو کې مسوولینو په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو له استازو وغوښتل چې خلکو ته معیاري خدمات وړاندې کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې له درېيو مخابراتي شرکتونو سره د ٧٢ ميليون افغانيو په لګښت د اوو مخابراتي سايټونو د جوړولو تړون لاسليک کړ.
د هرات ځایي مسوولین وایي چې له کابل وروسته دغه ولایت کې د پُستي کوډ ملي پروژه پرانیستل شوه. دغه پروژه نن (سهشنبه) د ځایي چارواکو په حضور کې هرات کې پرانیستل شوه. د هرات…
د فراه د مخابراتو رياست وايي چې د دغه ولایت د خاکسفېد ولسوالۍ په جېجه سيمه کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمات پيل شول.
د سمنګان د خُرم سارباغ ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي وایي چې د دې ولسوالۍ له مرکز پرته په ډېرو کلیو کې خلک له مخابراتي او انټرنېټي خدماتو محروم دي، خو مسوولین بیا وايي، د دې ستونزې د حل لپاره هڅې کوي.
د کندهار په اداري جوړښتونو کې د نوې اضافه شوې ولسوالۍ «لوړ شاولیکوټ» د کجور سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، له کلونو راهیسې له مخابراتي خدمتونو بېبرخې دي.
پکتیکا کې اترا اداره وايي، د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې مخابراتي خدمتونه نشته، خو په وینا يې هڅې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به تر پوښښ لاندې شي.
فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ اړوند خوست سیمه کې شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ مخابراتي خدماتو ته لاسرسی نه لري.
وروسته له هغه چې پژواک خبري اژانس د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې د مخابراتي خدمتونو د نه شتون راپور خپور کړ، نن هلته یو مخابراتي انتن نصب شو او خدمات یې پیل شول. پژواک…
د هلمند مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو ۱۷ نوو پایو د نصبېدو چارې پيل شوې او ډېر ژر به فعالې شي.
د فراه د ګلستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، په تېرو شلو کلونو کې له مخابراتي خدمتونو محروم پاتې دي او اوس هم د سټلایټ ټیلېفونونو او لیک په وسیله له یو بل سره اړیکې ټينګوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د هېواد په هغو سيمو کې ۲۵۰ نوي مخابراتي سايټونه جوړ شوي چې مخکې هلته خلکو مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.
په ننګرهار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست او اترا اداره وايي، د مخابراتي خدمتونو ښهوالي، چټکتيا او غيرقانوني سيمکارتونو بندولو لپاره يې هلېځلې ګړندۍ کړې دي.
د بدخشان سیمهییز مسوولین وایي، د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د واخان ولسوالۍ په «اقسای پامیر کوچک» سیمه کې د مخابراتي شبکې فعالیت پیل شو.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو د انټرنېټي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي او وایي، د انټرنېټ بیه لوړه ده خو کیفیټ یې ټیټ دی.
د فراه مسوولین وايي، د ٤٠ ميليون افغانيو په لګښت د دغه ولايت مرکز ته د نوري فايبر د غځولو چارې پيل شوې.
د پنجشېر د درېیو ولسوالیو اوسېدونکي د انټرنېټي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، انټرنېټ ته د لاسرسي وړ سیمو ته د رسېدو لپاره باید په ساعتونو ساعتونو پلی مزل وکړي او يا هم موټر ته سلګونه افغانۍ کرايه ورکړي.
د غزني د اجرستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او وایي، د یوې ټېلیفوني اړیکې لپاره اړ دي چې بلې ولسوالۍ ته ولاړ شي.
د اروزګان مسوولین وايي، د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې پرون د لومړي ځل لپاره انټرنېټي خدمات پيل شول.
د غور د ولسوالیو او لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي داسې مهال مخابراتي خدماتو ته له نه لاسرسي او د هغو له ټيټ کیفیته شکایت او د دغه ستونزې د هواري غوښتنه کوي چې…
د غزني یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو انټرنېټي او غږیزو خدماتو له ټیټ او خراب کیفیته شکایت کوي، وايي چې د دغو شبکو د کیفیت ټیټوالي له امله په کاروبار کې له ستونزو سره دي.