منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۹ غ.م
۳°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

نوښت او ټکنالوجي

۳۳۳ راپورونه

راپورونه

غړي

د مخابراتي شبکو د ټیلېفوني اړیکو او انټرنېټ بیې وټاکل شوې

د مخابراتو وزارت وایي، د هرې شبکې پېرودونکو ترمنځ د غږیزو اړیکو حد اکثر بیه یوه دقیقه ۱،۸۵ او له یوې مخابراتي شبکې بلې ته یوه دقیقه په ۲،۲ افغانۍ او د یوه جي بي انټرنېټ میاشتنۍ کڅوړې حد اکثر بیه ۱۱۰ افغانۍ وټاکل شوه.

غړي

د تخار له کوکچې پورې غاړې ولسوالیو اوسېدونکي له «فورجي» انټرنټي خدمتونو برخمن شول

د پژواک خبري اژانس له لوري، د تخار له کوکچې پورې غاړې ولسوالیو کې د ټولنیزو ستونزو په ځانګړې توګه د انټرنیټي خدمتونو د فعالیت نشتوالي په اړه د څو راپورونو له خپرولو سره سم، اوس د افغان بیسیم مسوولین په دغو ولسوالیو کې د انټرنیټي خدمتونو له فعالېدو خبر ورکوي چې د خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.

د نیمروز د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتی خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت لري

د نیمروز د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي د مخابراتی شبکو د خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت لري او د خدماتو د ښه‌ کېدو غوښتنه کوي؛ خو د اترا اداره وايي، د ستونزې د حل لپاره ځیني اقدامات تر کار لاندې دي.

غړي

کندهار کې جوړ شوی موټر نندارې ته وړاندې شو

د کندهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو امریت له لوري په دغه ولایت کې جوړ شوی موټر نندارې ته وړاندې شو او جوړوونکو ته یې ۳۵۰ زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

ناسا ویلي، ځمکې ته ورته ستوری یې کشف کړی

د امریکا متحده ایالتونو د فضایي ملي ادارې (ناسا) پوهانو ویلي، داسې یو ستوری یې کشف کړی چې د ځمکې په اندازه لوی دی او د خپل یوه ستوري زیست وړ سیمې په مدار کې…

غړي

چارواکي: لوګر کې د مخابراتي خدماتو د پوښښ ساحه ۸۰ سلنه پراخه شوې

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي، د مرکز پل علم په ګډون په محمداغې، بره‌کي برک، څرخ، خروار، خوښۍ او ازرې ولسوالیو کې د مخابراتو او انټرنیټي خدمتونو د پوښښ ساحه تر ۸۰ سلنې پراخه شوې ده.

غړي

د مخابراتو وزارت سرپرست د قزاقستان له سفیر سره د انټرنټي ستونزو پر هواري خبرې کړې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست په کابل کې د قزاقستان له سفیر سره لیدنه کې د مخابراتي خدمتونو پراختیا، د افغان انجنیرانو ظرفیت لوړونې او د انټرنټي ستونزو هواري په تړاو خبرې کړې دي.

غړي

لوګر کې د ۱۰ سایټونو له فعالېدو سره زرګونه کورنیو مخابراتي خدماتو ته لاسرسی پیدا کړی

د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وایي، په یوه تازه ګام کې یې په مرکز پل‌علم، محمداغې، بره‌کي‌برک، خروار، څرخ او ازرې ولسوالیو کې د روشن، اېم‌ټي اېن، اتصالات، افغان بېسیم او سلام مخابراتي شبکو ۱۰ سايټونه فعاله کړل.

غړي

چارواکي: نورستان کې مو د مخابراتي خدماتو د پوښښ ساحه تر ۸۰ سلنې پراخه کړې ده

د نورستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي، له تېر یوه کال راهیسې یې په دغه ولایت کې د مخابراتي خدماتو د پوښښ ساحه پراخه کړې او ۸۰ سلنه وګړو ته یې مخابراتي خدمات برابر کړي دي.

نور راپورونه