ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب پوهان: د ماشومانو له خوا د ټیلېفونونو دوامداره کارول خطرناکې پایلې لرلی شي

د طب پوهان: د ماشومانو له خوا د ټیلېفونونو دوامداره کارول خطرناکې پایلې لرلی شي

author avatar
1 Apr 2023 - 15:39
د طب پوهان: د ماشومانو له خوا د ټیلېفونونو دوامداره کارول خطرناکې پایلې لرلی شي
author avatar
1 Apr 2023 - 15:39

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۲): ځینې کورنۍ ماشومانو ته ټیلېفونونه ورکوي څو یې له شوخي راوګرځوي، خو د طب پوهان خبرداری ورکوي چې په دې ډول ماشومان د سرطاني ناروغیو له خطر، په ځانګړي ډول د مغزي تومور، د حافظې ضعف او سترګو له ستونزو سره مخ کېږي.

د پوهانو په وینا، د ټیلېفون کارول د ننني ژوند یوه له مهمو اړتیاوو ده خو ډېر کارول یې نه یوازې ماشومانو ته، بلکې لویانو ته هم زیان رسوي؛ ټیلېفونونه یو ډول وړانګې تولیدوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټکنالوجۍ او انټرنېټ په پرمختګ سره د ټیلېفونونو کارول چې انټرنېټ په کې فعال وي او له ټولنیزو شبکو سره وصل وي، په هر سن کې خو اکثره ماشومان، تنکي ځوانان او د منځني عمر لرونکي په بې‌ساري ډول ورسره بوخت دي. دغه ډول کسان خپل ډېر وخت له ټیلېفونونو سره تېروي.

هغه میندې او پلرونه چې خپل ماشومان په ټیلېفون کراروي

د کابل ښار د قمبر څلورلارې اوسېدونکې فوزیه وايي: «زوی مې ۵ کلن دی، دومره یې له ټيلېفون سره عادت کړی چې پوښتنه مه کوئ؛ کله چې زما یا د خپل پلار په لاس کې ټیلېفون ویني، ژاړي څو چې ټیلېفون ورکړو؛ کله یې چې واخیست، په ساعتونو ورسره بوختېږي، شاید باور مو ونه شي چې د مبایل په ډېرو سیسټمونو باندې بلد دي.»

نوموړې وايي چې ماشومانو ته د موبایل پر زيانونو پوهېږي، خو د خپل ماشوم کرارولو لپاره بايد خپل موبايل ورکړي.

هغه چې په خوب کې د خپل ماشوم ناکرارۍ له امله اندېښنه څرګندوي، وايي ډېری وخت په خوب کې چیغې وهي او ډاریږي.

دغه راز، د کابل دارالاامان سیمې اوسېدونکې فاطمه چې د دوو ماشومانو مور ده، وايي: «ډېره هڅه کوم چې ماشومان مې له موبایله لرې وساتم، خو امکان نه لري چې ننني ماشومان له ټیلېفونه لرې وساتل شي؛ زما موبایل د ماشومانو منځ کې په نوبت دی.»

هغه چې د موبایل پر زیانونو خبره ده وايي، نور هر ډول بی زیانه سرګرمي چې ورته برابروم، خو وروسته له څه مودې ورته تکرارېږي، بېرته موبایل ته مخ کوي.

نوموړې زیاته کړه: «ځکه چې  د ورځې له خوا زه کور کې نه یم، یوازې د شپې له خوا کور ته ځم، د کور کارونو لپاره ناچاره یم موبایل ورته پرېږدم، څو کرار وي او زه وکولای شم د کور او دفتر کارونو ته ورسېږم.»

په ورته وخت کې، د کابل ښار د پکتياکوټ د نهمې ناحيې اوسېدونکي فريد پژواک ته وويل: «دوه کاله مخکې مې خپل ټيلېفون ته د پابجي ګېم  او کله ناکله به مې لوبه کوله، خو ډېری وخت زما کوچني ورور چې ۵ کلن و، دا لوبه کوله، علاقه یې له دې لوبې سره ډېره شوه، ان له شپې تر سهاره به یې خوب نه کاوه او په پابجي به بوخت و.»

د هغه په وینا، یو څه موده وروسته یې ورور خپل توازن له لاسه ورکړ او کرار کرار فلج شو چې په دې موده کې یې یوه میاشت دوام وکړ او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.

هغه زیاته کړه: «کله چې مې ورور فلج شوی و، ډاکټر ته ورغلو چې ولې داسې پېښه رامنځته شوې؛ ځکه مخکې یې کومه ناروغي نه لرله او په بشپړ توګه روغ و، ډاکټرانو وویل چې له موبایل څخه د ډېرې  کارونې له امله داسې شوی دی.»

د طب پوهان: د ګرځند موبایلونو له حده ډېره کارونه د ټولو لپاره زیان لري خو ماشومانو ته بېخي ډېر زیان لري.

کابل ښار په انتاني روغتون کې داخله متخصص او ترینر پژواک ته وویل، کومې څېړنې چې شوې، دا ښيي، هغه کسان او ماشومان چې ډېر وخت د موبایل په کارولو تېروي، په راتلونکي کې به د سترګو ځیر کمېدو، دماغي، نه اورېدو او د وزن ډېرېدو له ستونزو سره مخ شي.

د هغه په وینا، له څلورو کلونو کم‌عمره ماشومانو له خوا د موبایل ډېر کارول د مغزي سرطان، غوږ سرطان او راتلونکي کې د ژر بالغېدو لامل ګرځي.

نوموړی وایي، د موبایل او تابلیت کارول د روږدېدو او دغه راز انټرنېټ کارول د اخلاقي اختلالاتو لامل هم کېږي.

ډاکټر عمري زیاته کړه: «زما سپارښتنه دا ده چې د ماشومانو کرارولو لپاره موبایل او تابلیت ورنه کړي، پر ژوند دې یې لوبې نه کوي، هماغه شېبه ښايي څو دقیقې ارام و اوسي، خو په راتلونکي کې د ماشوم او کورنۍ لپاره جنجال لري چې باید د موبایل او تابلیت څخه لرې وساتل شي.»

هغه د ماشومانو د ساعت‌تېري لپاره د موبایل پر ځای د انځور لرونکو کتاب او کتابچو سپارښتنه کوي.

د عمومي داخلي متخصص ډاکټر سید فریدشاه وایي، څېړنې ښيي، هغه ماشومان چې له دوو کلونو کم عمر لري، قطعاْ دې موبایل نه کاروي؛ ځکه په راتلونکي کې د بېلابېل تکلیفونو، لکه په زده‌کولو کې اختلال، د مغز د چټکې ودې مخنیوی، د مغز کمزوري کېدل، د سترګو ستونزې، د اشتها خرابوالی، سرطاني ناروغۍ او د مغزي تومورونو پیدا کېدو لامل کېږي.

هغه دغه راز زیاته کړه: «له برېښنايي وسایلو، په ځانګړې توګه له موبایله کار اخیستل د شعاوو خپرېدو لامل کېږي او احتمال شته دغه شعاع په ماشومانو کې د سرطان لامل شي؛ ځکه دا شعاع د سرطان لامل کېدای شي.»

د هغه په وینا، د یادې شعاع په وسیله پر سرطان اخته کېدل یوازې په ماشومانو کې امکان لري؛ ځکه د هغوی حجرې د ودې په حال کې دي چې د سرطان کېدو لپاره ډېره زمینه برابروي.

هغه هم له کورنیو غواړي چې له دوو کلونو کم‌عمره ماشومانو ته موبایل ورنه کړي او کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته د موبایل کارولو طریقه او وخت وروښيي.

د «ډاکټر مهندس» په نوم یوه سایټ د موبایل ډېر کارولو د زیانونو تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی چې په کې لیکل شوي: «په وروستیو لسیزو کې له ګرځنده ټیلېفونونو یوازې د اړیکو لپاره کار نه اخیستل کېږي، بلکې هر کس په منځنۍ کچه د ورځې څه باندې دوه سوه ځلې خپل موبایل په لاس کې اخلي څو کار پرې وکړي. د موبایل د الکترومقناطیسي امواجو لړۍ د انسان د سلولي اړیکو له سیستم سره تړاو لري او یاده مسئله په بدن کې د نه جبرانېدونکو اختلالاتو لامل ګرځي.»

په مطلب کې راغلي، چې د ټیلېفونونو ډېر کارول د سترګو ګاټو ته د زیان، خوب کې د اختلال، د مغزي سرطان، د امیندوارو مېرمنو پر ماشوم د منفي اغېز، د ژور خپګان رامنځته کېدو او د اورېدو قدرت کمېدو لامل ګرځي.

Visits: 171

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.