ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شېرخان بندر اوسېدونکي: د مخابراتي خدمتونو ټیټ کیفیت له امله تاجکي سیم‌کارتونه کاروو

د شېرخان بندر اوسېدونکي: د مخابراتي خدمتونو ټیټ کیفیت له امله تاجکي سیم‌کارتونه کاروو

author avatar
13 Dec 2022 - 15:02
د شېرخان بندر اوسېدونکي: د مخابراتي خدمتونو ټیټ کیفیت له امله تاجکي سیم‌کارتونه کاروو
author avatar
13 Dec 2022 - 15:02

کندوز (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د کندوز ولایت د شېرخان بندر سوداګریز ښارګوټي یو شمېر اوسېدونکي د مخابراتي شبکو له ټیټ کیفیته شکایت لري او وايي، په دغه ښارګوټي کې د مخابراتي شبکو خدمتونه کم دي.

هغوی وايي، دې چارې د مخابراتي اړیکو بهیر له ستونزو سره مخ کړی او د دې لامل شوی چې خلک له تاجکي سیم‌کارتونو څخه استفاده وکړي.

دغه‌راز د کندوز ځايي مسوولین دغه ستونزې مني او پر هوارولو یې ټينګار کوي.

د کندوز شېرخان بندر یوه اوسېدونکي شبیراحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه بندر کې ډېری خلک پر کار او سوداګرۍ بوخت دي او خپلې ډېری معاملې د انټرنت له لارې مخې ته وړي، خو د داخلي شبکو انټرنټي خدمات کمرزوي دي.

هغه له حکومت او مسوولو بنسټونو غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.

نوموړی وویل: «شېرخان بندر د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ یو سوداګریز بندر دی؛ دلته ټول کاروبار د انټرنت له لارې ترسره کېږي، په دغه بندر کې انټرنټ ته لاسرسی اړین دی.»

د یاد بندر د اوسېدونکو په وينا، د افغاني مخابراتي خدمتونو ټيټ کيفيت له امله ډېرى وخت د تاجکي سيم‌کارتونو کارولو ته اړ کېږي چې د دوی د ډېر لګښت لامل ګرځي.

د شېرخان بندر یوه اوسېدنکي امان‌الله پژواک ته وویل: «زموږ اساسي ستونزه دا ده چې په شېرخان بندر کې مخابراتي شبکې سم کار نه کوي، موږ اړ یو چې له تاجکي سیم‌کارتونو څخه کار واخلو، له دولته غواړو چې دې ستونزې ته پام وکړي، څو انټرنټ په سمه توګه کار وکړي.»

په همدې حال کې، د کندوز ولایت د مخابراتو رییس عبدالواجد عادل دا ستونزه مني او وايي: «شېرخان بندر د کندوز یو له سوداګریزو بندرونو څخه دی او د سوداګرو مرکز دی، واقعا د خلکو ادعا تر یوه حده سمه ده، انټرنټي خدمتونه چې باید د خلکو ستونزې حل کړي، حل کړي یې نه دي؛ اوسمهال موږ په دوو سایټو کې 3G لرو او هڅه کوو چې خلکو ته نور G4 مخابراتي سایټونه هم فعال کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د کندوز د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو د انټرنټي او مخابراتي خدمتونو له ټيټ کیفیته شکایت کړی و.

Visits: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.