ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمات پیل شول

د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمات پیل شول

author avatar
17 Apr 2023 - 16:37
د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي خدمات پیل شول
author avatar
17 Apr 2023 - 16:37

ښرنه (پژواک، ۲۸ ورى ۱۴۰۲): د پکتیکا د مخابراتو او ټکنالوژۍ ریاست وایي، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو زیړوک او نکه کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي او انټرنېټي خدمات پیل شول.

په پکتيکا کې د اترا ادارې ولایتي مسوول ابراهیم جاهد پژواک ته وویل، نکه او زیړوک هغه غرنۍ ولسوالۍ دي چې تر اوسه پکې مخابراتي خدمات نه وو.

خو هغه وايي چې د لومړي ځل لپاره په يادو ولسواليو کې د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له خوا خدمات پیل شوي دي.

جاهد زیاتوي، دوی هڅه کوي چې د پکتیکا ټولې هغه سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي چې تر اوسه دا اسانتیاوې نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.