ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د جغتو ولسوالۍ خلک د مخابراتي خدمتونو غوښتنه کوي

د غزني د جغتو ولسوالۍ خلک د مخابراتي خدمتونو غوښتنه کوي

غزني (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د غزني د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د فعالیت له نشتوالي شکایت کوي او وایي، په دغې ولسوالۍ کې هیڅ مخابراتي شبکه فعالیت نه لري چې له امله یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د دوی په خبره، ډېر کله د اړیکو نیولو لپاره د غرونو سرو ته خېژي او یا هم د غزني مرکز ته په ساعتونو ساعتونو لار وهي څو له خپلوانو، کاروباریانو او نورو سره اړیکې ټینګې کړي.

د یادې ولسوالۍ د تُرګان درې د ۴۰ کلیو ملک حسن رضاء خاکي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، دوی له تېرو دوو لسیزو راهیسې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، نه تېر او نه هم اوسني حکومت د دوی ستونزو ته پاملرنه کړې ده.

نوموړي غوښتنه وکړه چې د مخابراتو ریاست دې په جغتو ولسوالۍ کې د ټيلیفوني شبکو انتنونه نصب کړي، څو د خلکو ستونزې ورسره هوارې شي.

هغه وویل: «موږ دلته په تېرو ۲۲ کلونو کې هیڅ مخابراتي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لرو او نه هم په تېر حکومت کې زمونږ ستونزو ته پام شوی؛ اوس مو غوښتنه له نوي حکومت څخه دا ده چې په جغتو ولسوالۍ کې خپل مخابراتي خدمتونه پیل کړي، تر څو ولس له اوسنیو ستونزو را ووځي.»

د یادې ولسوالۍ یوه بل قومي مخور حاجي ذکي پژواک ته وویل، په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو فعالیت نشتوالي له امله خلک ډېر کله د خپلو خپلوانو د غمونو او خوښیو په مراسمو کې له ګډون څخه بې برخې کېږی.

د ده په خبره، د مخابراتي خدمتونو نه شتون خلک مجبوروي چې لوړو ځایونو ته پورته شي او یا د یوې ټيلیفوني اړیکې لپاره لرې سیمو ته لاړ شي.

د جغتو دغه اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې په دې برخه کې دې جدي اقدام وکړي او د دوی ستونزې دې حل کړي.

د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مسوولین هم په ځینو سیمو کې د خلکو ستونزې پر ځای بولي او وايي، د پلان له مخې به په ټولو ولسوالیو کې خلکو ته مخابراتي خدمتونه وړاندې شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس مولوي عبدالولي طیب احمد پژواک اژانس ته وویل، د دې ستونزې د حل په برخه کې د مخابراتي شبکو له مسوولینو سره خبرې شوې دي چې د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

نوموړي وویل: «موږ د غزني ولایت ډېری سیمو خلکو ته په مخابراتي برخه کې د دوی ستونزو ته رسېدنه کړې، تر اوسه مو د غزني په مرکز او ولسوالیو کې ګڼ غیرفعال سایټونه بېرته فعال کړي دي او هم مو په شپږو ولسوالیو کې مخابراتي انتنونه درولي دي چې هلته یې عملاً کارونه پیل کړي دي.»

هغه زیاتوي: «د مخابراتي شرکتونو د لا ښه خدماتو تر سره کولو په اړه مې له مرکز سره ځيني وړانديزونه هم شریک کړي چې د هغوی له غور او هدایت وروسته به په دغه ولایت کې عملاً کارونه شروع شي.»

د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د مسوولینو په وینا، غزني ۱۸ ولسوالۍ لري چې له ډلې یې په ګيلان، خوګياڼي، واغز، خواجه عمري او آب بند ولسوالیو کې مخابراتي شبکو خپل فعالیتونه پیل کړي دي، خو ګېرو، زنخان، اجرستان، جغتو او ځینې نورې بیا د غزني هغه ولسوالۍ دۍ چې مخابراتي شبکې په کې هیڅ ډول فعالیت نه لري او خلک یې له ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزني ولایت کې اوسمهال د مرکز په ګډون څو ولسوالیو کې یوه دولتي او څلور خصوصي مخابراتي شبکې فعالیت لري چې ډېری خلک د هغوی له خدمتونو هم راضي نه دي.

یاده دې وي چې ډېر خلک خپل ورځني کارونه، سوداګري او معاملات په ښار او ولسوالیو کې په ټيليفوني اړیکو کنټرولوي چې په اوسني پرمختللي وخت کې دا ستونزه د اندېښنې وړ بلل کېږي او حکومت باید ورته حل لاري ولټوي.

Visits: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.