ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې خلک د مخابراتي شبکو د غږیزو او انټرنېټي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت کوي

غزني کې خلک د مخابراتي شبکو د غږیزو او انټرنېټي خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت کوي

غزني (پژواک ۱۸ غویی ۱۴۰۲): د غزني یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو انټرنېټي او غږیزو خدماتو له ټیټ او خراب کیفیته شکایت کوي، وايي چې د دغو شبکو د کیفیت ټیټوالي له امله په کاروبار کې له ستونزو سره دي.

هغوی دغه راز زیاتوي چې د مخابراتي شبکو کیفیت د پخوا په پرتله ډېر خراب شوی او سیمه‌ییز حکومتي مسوولین په دې برخه کې پر ناغېړۍ تورنوي.

د غزني ښار یوه اوسېدونکي نعمت افغان‌پال له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وویل، په داسې حال کې چې خلک اوسمهال غږیزو اړیکو او انټرنېټ ته جدي اړتیا لري خو کیفیت یې ډېر ټیټ دی، ولسوالۍ پر ځای پرېږده، ان د دغه ولایت په مرکز کې هم سم کار نه کوي.

هغه وایي: «تل له ستونزو سره مخ یو، په دې شپو ورځو کې ټیلېفوني اړیکو کیفیت واقعآ خراب شوی، په کورونو کي بېخي شبکې کار نه کوي، د خلکو اړین کارونه وي، شبکې ضعیفه دي، له هرې اړیکې سره بامو ته خېژو، نه کېږي چې په سم ډول خپل کارونه مخته یوسو.»

د نوموړي په خبره، د مخابراتي شبکو غږیزې او انټرنېټي بیې هم ډېرې لوړې دي، کیفیت یې ډېر خراب دی؛ هره شبکه خپلې ستونزې لري، له سرپرست حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د غزني ښار یوه بل اوسېدونکي عبدالرحمن چې د تېلو سوداګر دی، وویل: «یو چا ته چې زنګ وهم، شل ځلې ټیلېفون قطع او وصل کېږي، بیا چې وصل هم شي په خبر نه سره پوهېږو.»

هغه زیاتوي، دلته د مخابراتي شبکو کیفیت په نشت حساب دی؛ حکومت هم د کرېډېټ لس سلنه مالیه اخلي، په زرو افغانیو کي سل افغانۍ د دولت وي، خو د دې باوجود تر اوسه دولت غزني ته داسې خدمات نه دي وړاندې کړي چې دوی ته د قناعت وړ وي.

دغه راز د غزني نور اوسېدونکي بیا وايي، ډېر کله د ټیلېفون پیسې او یا هم د انټرنېټ اېم بي د مخابراتي شبکو له خوا پر خپل سر ګرځول کېږي.

د هغوی په خبره: «له مخابراتي خدمتونو هيڅوک هم راضي نه دي؛ که مبایل ته کریډېټ واچوې، پر خپل سر یې ګرځوي، بیا وایي، دا او هغه بستې درته فعالې شوې دي خو ته به په هيڅ هم خبر نه یې او همدارنګه مخکې به دې چې پنځه جي بي انټرنېټ فعال کړ، ډېر کار یې کاوه خو اوس د یو جي بي په اندازه هم کار نه کوي، شبکې په اېم بي‌ګانو کې هم غلا کوي.»

ورته مهال، د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست چارواکي په دې برخه کې د خلکو ستونزې مني او وايي، د مخابراتي شبکو د غوره خدماتو په اړه یې هڅې پیل کړې دي.

د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس مولوي عبدالولي طیب‌احمد له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د مخابراتي شبکو خدمات په یادو شبکو کې د تخنیکي ستونزو له امله کمزوري وو چې اوس په دغه ولایت کې د مخابراتو ریاست په چټکۍ سره په دغو ستونزو کار کوي، هم د کیفیت په برخه کې او هم انټرنېټ او مکالماتي خدمتونو په برخه کې.

نوموړی وايي، «موږ په دغه ولایت کې په مخابراتي شبکو زور راوړی چې خپل خدمتونه ښه کړي، د ډېرو مخابراتي شبکو مسوولینو راسره منلې چې په نږدې راتلونکي کې به د غزني په ښار کې یو شمېر نور نوي مخابراتي انتنونه نصب او ودرول شي.»

هغه زیاتوي: «د مخابراتي شرکتونو د لا ښه خدمتونو ترسره کولو په اړوند مو له مرکز سره ځيني وړانديزونه هم شریک کړي، د هغوی له غور او هدایتونو وروسته به په دغه ولایت کې عملآ کارونه پيل شي.»

بلخوا په غزني کې د افغانستان مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) مسوول پژواک ته وویل چې ستونزې موجودې دي، ډېر به له مرکز کابله د اترا ادارې کسان دغه ولایت ته راشي، څو وګوري چې ستونزې چېرې، په کومو برخو او د کومو شبکو دي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې اوسمهال یوه دولتي او څلور خصوصي مخابراتي شبکې فعالیت لري چې د غزني مرکز ترڅنګ د ۱۸ ولسوالیو خلک یې هم له خدمتونو شکایت کوي او په دې کې داسي ولسوالۍ هم دي چې هیڅ ډول مخابراتي خدمتونه نه لري او خلک په دې برخه کې له حکومته د جدي اقداماتوغوښتنه کوې.

د یادونې ده، غزني د هېواد له ځانګړو، پر نفوسه او مرکزي ولایتونو دی چې خپله د یونیم میلیون وګړو ترڅنګ د سیلانیانو په‌شمول د ورځې په لسګونو زره مسافر راشه درشه لري چې مخابراتې شبکو ستونزو تر پزې رسولي دي.

Visits: 46

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.