ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان د بورکې ولسوالۍ اوسېدونکي مخابراتي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د بغلان د بورکې ولسوالۍ اوسېدونکي مخابراتي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

author avatar
31 Jan 2023 - 11:57
د بغلان د بورکې ولسوالۍ اوسېدونکي مخابراتي خدماتو ته له نه لاسرسي شکایت کوي
author avatar
31 Jan 2023 - 11:57

پلخمري (پژواک، ١١ سلواغه ۱۴۰۱): د بغلان د بورکې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له مخابراتي ستونزو سره مخ دي او د يوې اړيکې نیولو لپاره شاوخوا څلور ساعته پلى مزل کوي.

د اړوندې موضوع په اړه د بورکې ولسوالۍ د سایه هزاره کلي اوسېدونکي ملا حبیب‌الرحمن وايي چې د دوى په کلي کې شاوخوا شپږ زره کورنۍ ژوند کوي چې د نورو ستونزو ترڅنګ له مخابراتي ستونزو سره هم مخ دي.

هغه وايي: «موږ د يوې اړيکې نيولو لپاره له خپل کلي د ولسوالۍ تر بازاره څلور ساعته پلى مزل کوو، خو که د شپې يا کوم بل وخت کې عاجل ضرورت شي نو بيا د اړيکې ټينګولو لپاره امکانات نه لرو.»

د یادې سیمې يو بل اوسېدونکی صمدخان وايي، کله چې له دوستانو سره د اړيکو نيولو اړتيا پېښه شي نو اړ دي چې د غره لوړو څوکو او يا هم د ولسوالۍ بازار ته ورشي.

ده وايي، په مياشتو – مياشتو دوى نه شي کولاى چې له خپلو دوستانو سره اړيکه ونيسي او دا يو ډېر جدي مشکل دى.

د يادې سيمې يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت نه يې د مخابراتي ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

په دې اړه د بغلان د مخابراتو رياست د اترا څانګې مسوول مولوي محمد طاهر پژواک ته وويل چې د بورکې ولسوالۍ ترڅنګ په يو شمېر نورو سيمو کې هم خلک له مخابراتي ستونزو سره مخ دي.

ده وويل چې د سايه هزاره او يو شمېر نورو سيمو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه يې د مخابراتي شبکو له مسوولينو سره خبرې کړي او هغوئ د دې ستونزې د حل ډاډ ورکړى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر نورو ولايتونو اوسېدونکي بيا د مخابراتي شبکو له ټيټ کيفيت څخه شکايت لري.

Visits: 66

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.