ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي ځیني اوسېدونکي د مخابراتی خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت لري

د دایکنډي ځیني اوسېدونکي د مخابراتی خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت لري

author avatar
18 Dec 2022 - 16:50
د دایکنډي ځیني اوسېدونکي د مخابراتی خدماتو له ټيټ کیفیته شکایت لري
author avatar
18 Dec 2022 - 16:50

نیلي (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د دایکنډي ولایت یو شمې اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د پوښښ په برخه کې له ستونزو شکایت کوي او وايي، په ځینو لرو سیمو کې خلک مخابراتي شبکو ته هیڅ لاسرسی نه لري.

هغوی وایي، د دایکنډي په ولسوالیو کې دغه ستونزه بیخي جدي ده او خلک د خپلو ستونزو هواري په موخه اړ دي چې لوړو ځایونو او غونډیو ته وخېژي.

د میرامور ولسوالۍ اوسېدونکی محمداکبر وايي، د دوی په سیمه کې ټلیفون آنتن نه ورکوي، د اړیکې نیولو لپاره یوې غونډۍ ته خېژي چې له کوره یې تر  ۳۰ دقیقو ډېر واټن لري.

دی وايي، پر مکالمې او اړیکې نیولو سربېره انټرنېټ ته هم اړتیا لري، او ټینګار کوي چې د انټرنیټي او مخابراتی شبکو د نه شتون له امله ډېر فرصتونه یې له لاسه ورکړي دي.

نوموړي څرګنده کړه: «په کور کې مو ټلیفون کار نه کوي، د یو زنګ وهلو لپاره تر یوه کوتله چې لاره یې تر نیم ساعت ډېره ده، ځم څو ټلیفون آنتن ورکړي، ځیني وخت د دې لپاره چې د انټرنېټ ستونزه حل شي، ان تر بازاره پورې ځم.»

د یاد ولایت د اشترلي ولسوالۍ یو اوسېدونکی ګل‌محمد احمدي وايي، د دوی په کلي کې هیڅ مخابراتی شبکه فعاله نده او د خپلو اړیکتیايي ستونزې هوارولو لپاره باید یوې لوړې سیمې ته ولاړ شي څو ټلیفوني اړیکه ونیسي.

هغه زیاته کړه، د اشترلي ولسوالۍ په کچه ډېرې لږې سیمې مخابراتي شبکو ته لاسرسی لري او په ډېرو محدودو ځایونو کې انټرنېټ کار کوي.

نوموړی زیاتوي، خلک له ډېر پخوا راهیسې له دې ستونزې سره مخ دي او د یادې ستونزې د هواري په موخه تېر حکومت ته ډېر وړاندیزونه شوي وو، خو کومه پاملرنه ونه شوه.

دوی اوس له حکومته غواړي چې د مخابراتي ستونزو د هواري په برخه کې هڅي وکړي.

له دې سره سره، د دایکنډي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس احسان‌الله عاصم پژواک خبري اژانس ته وویل، په ټولو ولسوالیو کې مخابراتي شبکې فعالې دي؛ خو ځیني کلې له دې امله چې غرنیز دي، له مخابراتي خدماتو بې‌برخي دي.

هغه زیاته کړه، حکومت هڅه کوي چې د ټولو لپاره مخابراتي اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړه، په هغو کلیو کې چې مخابراتي شبکې فعالیت نه لري، مخابراتي خدماتو ته د خلکو د لاسرسي په موخه هڅې روانې دي.

Visits: 24

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.