ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناسا ویلي، ځمکې ته ورته ستوری یې کشف کړی

ناسا ویلي، ځمکې ته ورته ستوری یې کشف کړی

author avatar
13 Jan 2023 - 05:12
ناسا ویلي، ځمکې ته ورته ستوری یې کشف کړی
author avatar
13 Jan 2023 - 05:12

اټلانټا (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۱): د امریکا متحده ایالتونو د فضایي ملي ادارې (ناسا) پوهانو ویلي، داسې یو ستوری یې کشف کړی چې د ځمکې په اندازه لوی دی او د خپل یوه ستوري زیست وړ سیمې په مدار کې څرخېږي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، دا ستوری TOI 700 e د TOI 700 نظام یوه برخه ده چې ۹۵ سلنه د ځمکې په اندازه دی او داسې ښکاري چې د ځمکې په شان تیږي لري، خو په دې اړه چې ایا په دې سیاره کې حیات موجود دی که نه، معلومات نه دي ورکړل شوي.

ناسا د دې سیارې په اړه معلومات له خپل Transiting Exoplanet Survey سټلایته ترلاسه کړي دي.

د امریکا د کالیفورنیا په سوېل کې د ناسا یوه لابراتوار مسوولې ایملي ګیلبرټ چې دا ماموریت رهبري کوي، په یوه اعلامیه کې ویلي، دا یو له هغو محدودو نظامونو دی چې د زیست وړ سیارې لري.

ګیلبرټ زیاته کړې چې Transiting Exoplanet Survey د وړو نړیو په موندلو کې مرسته کوي.

د ناسا علمي ماموریت ریاست سلاکار پال هیرټز ویلي چې دا سپوږمکۍ په ۲۰۲۰ کال کې طرحه او ولېږدول شوه او دنده یې د ځمکې په اندازه د هغو سیارو موندل دي چې د نږدې ستورو په شاوخوا کې څرخېږي.

د معلوماتو له مخې، د TOI 700 e ستوری په ۲۸ ورځو کې د خپل یوه ستوري په مدار کې څرخېږي، هغه ستوری چې کابو ۱۰۰ نوري کاله له ځمکې فاصله لري.

په ۲۰۲۰ کال کې له نیویارکه یو تنکي ځوان چې په ناسا کې یې عملي کار زده کاوه، یو ستوری کشف کړ چې ۶.۹ سلنه له ځمکې لوی و او د دوو ستورو په مدار کې څرخېده؛ ناسا وویل، هغه ستوري چې د دوو ستورو شاوخوا څرخېږي، معمول ساده کار نه دی.

Visits: 873

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.