منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۳ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هرات کې د پُستي کوډ ملي پروژه پرانیستل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۸۸ کتنې

هرات (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۲): د هرات ځایي مسوولین وایي چې له کابل وروسته دغه ولایت کې د پُستي کوډ ملي پروژه پرانیستل شوه.

دغه پروژه نن (سه‌شنبه) د ځایي چارواکو په حضور کې هرات کې پرانیستل شوه.

د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار د یادې پروژې پرانیست غونډه کې وویل چې مخابراتي اسانتیاوو ته پاملرنه د دوی د لومړیتوبونو برخه ده او په دې برخه کې نظام هر اړخیزه هڅه کوي چې خلک باید په ښه ډول له انټرنټي اسانتیاوو برخمن شي.

په ورته وخت کې، د دغه ولایت د مخابراتو او تکنالوجۍ رییس حافظ خیرالله له یادې پروژې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: «خوښ یم چې وتوانېدو خپلو خلکو ته دغه ولایت کې یوه بله اسانتیا برابره کړو چې دا مهمه چاره کولای شي کاري چارو کې اسانتیاوې ډېرې کړي.»

دغه راز د هرات د افغان پُست امر غلام سعید حارث رسنیو ته د افغان پُست د فعالیتونو په اړه وویل، دې برخه کې ډېر فعالیتونه ترسره شوي چې یوازې د پُستي کوډ فعالېدلو سره له ۵۰ ډېرو برېښنایي خدمات هرات کې وړاندې کېږي.

په ورته وخت کې د افغان پُست دولتي شرکت عمومي رییس مولوي رحمت‌الله مکي وویل چې دا خدمات له کابل وروسته په هرات کې فعال شول او د پوست رسولو په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته کوي.

نوموړي زیاته کړه چې روان کال کې د ښار په کچه دوه پوسته خانې جوړې شوې، د افغان پُست اداره د ۱۵۲ کلونو د مخینې په درلودو سره د نړۍ له ۱۹۲ هېوادونو سره پُستي اړیکي لري.

د پُستي کوډ خدمتونه د عددونو، حروفو او نښو ټولګه ده چې د ځایونو د پتو اختصار او د پُستي بستو د وېش په برخه کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه کاریږي.

دغه خدمات د مخابراتو او تکنالوجۍ وزارت له خوا له کابل وروسته په هرات کې هم فعال شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نوښت او ټکنالوجي