ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنجشېر د لومړۍ حصې، پریان او ابشار اوسېدونکي انټرنېټ ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د پنجشېر د لومړۍ حصې، پریان او ابشار اوسېدونکي انټرنېټ ته له نه لاسرسي شکایت کوي

author avatar
7 Jun 2023 - 15:44
د پنجشېر د لومړۍ حصې، پریان او ابشار اوسېدونکي انټرنېټ ته له نه لاسرسي شکایت کوي
author avatar
7 Jun 2023 - 15:44

پاراخ (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د پنجشېر د درېیو ولسوالیو اوسېدونکي د انټرنېټي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، انټرنېټ ته د لاسرسي وړ سیمو ته د رسېدو لپاره باید په ساعتونو ساعتونو پلی مزل وکړي او يا هم موټر ته سلګونه افغانۍ کرايه ورکړي.

د پنجشېر د لومړۍ حصې ولسوالۍ د «متا» کلي اوسېدونکي شاه‌ولي پژواک خبري اژانس ته وویل، په‌ دغه ولسوالۍ کې د سلام او افغان‌ بېسیم مخابراتي شبکې فعالې دي، خو د سیمې خلک نه یواځې دا چې د دغه شبکو انټرنېټ ته لاسرسی نه لري، بلکې غږیزې اړیکې هم په سم ډول نه نیول کېږي.

هغه وايي، د یادې سیمې اوسېدونکي باید انټرنېټ ته د لاسرسي لپاره دوه ساعته پلی مزل وکړي څو هغه ځای ته ورسېږي چې انټرنېټ په کمزوري ډول پکې کار کوي.

د شاه‌ولي په وینا، دغه ډول ستونزې د لومړۍ حصې ولسوالۍ په نورو سیمو کې هم‌ شته چې خلکو د تېر حکومت پر مهال هم په ‌دې تړاو والي او د مخابراتو ریاست ته شکایتونه کړي، خو کومه مثبته پایله یې نه‌ده درلودلې.

همداراز، د ابشار ولسوالۍ اوسېدونکی خالق‌داد خالقي وايي، په‌ ولسوالۍ کې یې د سلام او روشن مخابراتي شبکې فعالې دي، خو د ابشار خلک داسې مهال له انټرنېټه بې‌برخې دي چې اوس «داسې زمانه ده چې د خوراک لپاره څه ونه لرې خو انټرنېټ باید ولرې.»

هغه زیاته کړه، د ابشار اوسېدونکي د خپلو انټرنېټي اړتیاوو پوره کولو لپاره اړ دي چې موټر ته د څلور سوه افغانیو کرایې په ورکولو د پنجشېر مرکز ته لاړ شي.

بلخوا د پریان ولسوالۍ اوسېدونکی ولي‌محمد وايي، په دې ولسوالۍ کې د افغان‌بیسیم او سلام مخابراتي شبکې شته، خو خلک یې انټرنېټ ته لاسرسی نه‌لري.

هغه زیاته کړه: «په‌داسې حال کې چې په اوسنۍ زمانه کې ډېری کارونه د انټرنېټ له لارې ترسره کېږي او انټرنېټ اوس د بشر له لومړنیو اړتیاوو دی، خو د پریان ولسوالۍ خلک د انټرنیټي اړتیاوو پوره کولو لپاره اړ دي چې د انټرنېټ سیمې ته د تلو لپاره د لیني موټرو نشتوالي له امله یو موټر په زر افغانۍ کرایه کړي.»

د پنجشېر د مخابراتو رییس عبدالحمید نوري وویل، په‌دغه ولایت کې د اتصالات، افغان‌بیسیم، سلام او اېم‌ټي‌اېن مخابراتي شرکتونو ۴۸ پایې لګول شوې دي.

نوري څرګنده کړه چې یادې ټولې شبکې فعالې دي او په یادو ولسوالیو کې د اړیکو ټینګولو پر مهال د پایو کمزورتیا او کاري ځنډ نه دی رامنځته شوی.

خو هغه زیاته کړه: «د درېیو ولسوالیو په اړه چې انټرنیټي خدمات په‌کې نشته، باید ووایم چې دا د انتن ورکولو خدمتونو پورې تړاو لري، ځکه په یادو سیمو کې د انتن ورکولو ظرفیت ډېر کمزوری دی.»

د نوري په خبره، په یادو درېیو غرنیو ولسوالیو کې د انتن پوښښ ځکه کمزوری دی او خلک انټرنېټ ته لاسرسی نه لري ‎چې مخابراتي شبکې د سپوږمکۍ له لارې نښلول شوې دي.

هغه زیاته کړه: «البته بهتره انټرنېټي اړیکې د لېنک (اتصال) له لارې نیول کېږي چې ځینو وسایلو ته هم اړتیا لري او له یو ولایت څخه بل ولایت او له ولسوالۍ بلې ته نښلول کېږي، د لېنک له لارې اړیکې چې موږ یې په پنجشېر کې هم لرو، غواړو یادې درې ولسوالۍ هم دغه ډول سره ونښلوو.»

هغه وویل چې د سږ کال تر پایه به یادو درېیو ولسوالیو ته هم «۳جي» انټرنېټي خدمات وغځول شي او انټرنېټ ته د خلکو نه لاسرسي ستونزه به هواره شي.

Visits: 50

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.