د بادغیس اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټيټ کیفیت او د انټرنېټ له لوړې بیې شکایت کوي
د بادغيس يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو پر خدماتو نيوکه کوي، وايي چې د خدماتو د ټيټ کيفيت ترڅنګ د انټرنېټي کڅوړو بيې یې هم ډېره لوړې دي، له حکومته غواړي چې د مخابراتي شرکتونو د خدماتو د لوړو بیو مخه ونیسي.







