Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فراه د پرچمن خلک: د مخابراتي خدماتو محدودیت له امله یو جي‌بي انټرنېټ په ۲۰۰ افغانۍ اخلو

فراه (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۴): د فراه د پرچمن یو شمېر خلک وايي، له دې امله چې په دې ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات محدود دي، د انټرنېټ پر مټ د اړیکو نیولو لپاره یو جي‌بي انټرنېټ له خصوصي شرکتونو په ۲۰۰ افغانۍ پېري چې دا د دوی لپاره ملا ماتوونکې بیه ده.

پرچمن د فراه د مرکز سوېل‌ختیځ ته په ۳۰۰ کیلومترۍ کې پرته غرنۍ ولسوالي ده چې یوازې د یوې مخابراتي شبکې دوه سایټونو په ‌کې فعال دي.

د پرچمن یو شمېر اوسېدونکي وايي، مخابراتي خدمات د ولسوالۍ تر بازاره محدود دي او د نورو سیمو خلک یې اړ دي چې د اړیکو ټینګولو لپاره له خصوصي شرکتونو د Point-to-Point  سیسټم له لارې د افغان ټلیکام د نوري فایبر انټرنېټ وپېري.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالحمید حمید وویل چې مخابراتي خدمات یوازې د ولسوالۍ تر مرکزه محدود دي او په نورو سیمو کې نشته.

هغه زیاته کړه، خلک د اړیکو ټینګولو لپاره انټرنېټ ته اړتیا لري؛ هغوی د دې لپاره د ولسوالۍ په بازار کې له ځينو شرکتونه د نوري فایبر انټرنېټ پېري خو د دغه انټرنېټ بیه ملا ماتوونکې ده.

د نوموړي په خبره، په ښارونو کې همدغه یو جي‌بي په لس یا پنځلس افغانۍ دی، خو پر دوی له ۱۸۰ نیولې تر ۲۰۰ افغانیو پورې پلورل کېږي.

د پرچمن اوسېدونکي وايي، که په سیمو کې یې مخابراتي شبکې فعالې شي، دوی به بیا اړ نه وي چې په دومره لوړه انټرنېټ وپېري.

د دې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي فخرالدین فکور وویل: «کوم مشکلات چي موږ د مخابراتي خدماتو په تړاو لرو، د نورو ولسوالیو خلک یې نه ‌لري، که څه هم وای‌فای تر یو بریده د خلکو مشکل حل‌ کوي، اما په ټوله کې په دې ولسوالي کې مخابراتي خدمات کمزوري دي.»

هغه زیاته کړه، په سیمو کې یې همدا د انټرنېټ ګران‌بیه خدمات هم د برېښنا تر شتونه محدود دي او زیاتوي چې که برېښنا ونه ‌لري، له هر ډول اړیکو محرومېږي.

په همدې حال کې هغه خصوصي انټرنېتي شرکتونه چې په پرچمن کې خدمات وړاندي کوي، ځانونه په حق ‌بولي او زیاتوي چې د برېښنا نشتوالی، له مرکز سره د ولسوالۍ او نورو سیمو لرې‌والی او ډېر لګښتونه هغه څه دي چې دوی اړ کړي څو یو جي‌بي انټرنېټ د پنځو افغانیو پر ځای په ۲۰۰ افغانۍ وپلوري.

د انټرنېټي خدماتو یوه خصوصي شرکت مسوول صبغت‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل: «اوس مهال نیم جي‌بي په ۸۰ او ۱۱۰ افغانیو پلورو او یو جي‌بي په ۱۸۰ او یا ۲۰۰ افغانیو پلورو، سهولت کم دی، مصرف مو ډېر کېږي، بل رقم ګټه راته نه کوي.»

دغه راز، د یوه بل شرکت مسوول حمید وویل، پخوا یې همدا یو جي‌‌بي انټرنېټ په ۳۰۰ افغانۍ پلوره، خو اوس یې نرخونه کم کړي دي.

هغه زیاته کړه: «اوس مهال نسبتاً پخوا ته نرخونه ټیټ شوي، تېر کال یو جي‌بي وای‌فای انټرنېت په ۳۰۰ افغانۍ و خو اوس دا بیه ۱۸۰ او ۲۰۰ ته راکښته شوې ده، دستګاه او نور هغه سامانونه چې د وای‌فای انټرنېت خدمات پرې وړاندې کوو، ګران‌بیه دي، نو اړ یو چې په همدې قیمت یې وپلورو.»

خو د فراه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مسوولین وايي، په پرچمن ولسوالۍ کې یې د انټرنېټي خدماتو شرکتونو ته خبر ورکړی چې د خپل فعالیت او نرخونو په اړه دې دوی ته معلومات ورکړي.

د مخابراتو رییس عبدالمجید ابوذر پژواک ته وویل: «په پرچمن کې واقعاً تر عادي حالت په ګرانه بیه انټرنېت پلورل کېږي، خو دا چې څنګه وای‌فای انټرنېټ وپلورل سي، په دې اړه مو د ټولو هغو کسانو فعالیت تر هغو درولی تر څو موږ ته وضاحت رانه کړي.»

هغه زیاته کړه، د ولسوالۍ له مسوولینو سره یې خبرې کړې، څو له دغه ریاست سره په ګډه ورته یو مناسب قیمت وټاکي.

د یادونې ده، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ځینو سیمو خلک لا هم مخابراتي خدماتو ته بشپړ لاسرسی نه لري چې له امله یې هغوی اړ دي، د ټيلېفوني اړيکې ټینګولو لپاره ساعتونه مزل وکړي او یا دغه ډول په لوړه بیه له انټرنېټه کار واخلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.