ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني د اجرستان ولسوالۍ خلک مخابراتي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري

د غزني د اجرستان ولسوالۍ خلک مخابراتي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري

غزني ‌ښار (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د غزني د اجرستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي مخابراتي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او وایي، د یوې ټېلیفوني اړیکې لپاره اړ دي چې بلې ولسوالۍ ته ولاړ شي.

دوی وايي، ډېر کله د اړیکو نیولو لپاره د غره سر ته خېژي، یا څنګ‌لورو ولسوالیو ته ځي او یا هم د غزني مرکز ته په ساعتونو ساعتونو لار وهي، څو د خپلې کورنۍ له مسافرو، کاروباریانو او نورو سره اړیکه ټینګه کړي.

د یادې ولسوالۍ د لنګرخېلو سیمې یوه قومي مشر مجید پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی له تېرو دوو لسیزو راهیسې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، نه تېر او نه هم اوسني حکومت د دوی ستونزو ته پاملرنه کړې ده.

هغه وویل: «مونږ په تېرو ۲۲ کلونو کې هیڅ مخابراتي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لرو، له حکومت مو غوښتنه دا ده چې په اجرستان ولسوالۍ کې خپل مخابراتي خدمتونه پیل کړي، تر څو ولس له ستونزو را ووځي.»

پژواک خبري اژانس د روان کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه «د خلکو غږ» پروګرام پيل کړ او له  دې لارې غواړي چې د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه چارواکو ته ورسوي.

له سلګونو غوښتنو او وړاندیزونو چې خلکو پژواک ته استولي، یو یې د مخابراتي خدمتونو نشتوالي او د سیم‌کارتونو کمښت په اړه د اجرستان ولسوالۍ د اوسېدونکو شکایت و چې پژواک یې په اړه راپور چمتو کړی دی.

د اجرستان یوه بل قومي مخور صاحب خان پژواک ته وویل، په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو فعالیت نشتوالي له امله خلک ډېر کله د خپلوانو د غم او ښادۍ په مراسمو کې له ګډون څخه بې‌برخې کېږي.

د نوموړي په خبره، د مخابراتي خدمتونو نشتوالي له امله د سیمې خلک اړ کېږي چې لوړو ځایونو ته پورته شي او یا د یوې ټېلیفوني اړیکې لپاره لرو سیمو ته ولاړ شي.

دوی له حکومته غوښتنه کوي چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي او ستونزې دې حل کړي.

په همدې حال کې، د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسؤولین هم د خلکو ستونزې پر ځای بولي او وايي، د پلان له مخې به په ټولو ولسوالیو کې خلکو ته مخابراتي خدمتونه وړاندې شي.

د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي عبدالولي طیب‌احمد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، دوی په اجرستان کې یوه میاشت وړاندې د افغان بېسیم یوه پایه فعاله کړې ده؛ خو د هغه په وینا، اجرستان پراخه او غرنۍ سیمه ده، یاده پایه ورته بسنه نه کوي او د دې ستونزې هواري لپاره د مخابراتي شبکو له مسوولینو سره خبرې شوې چې د حل ډاډ ورکړل شوی دی.

هغه زیاتوي: «د مخابراتي شبکو د لا ښه خدماتو ترسره کولو په اړوند له مرکز سره هم ځيني وړاندیزونه شریک شوي، د هغوی له غور او هدایت وروسته به په دغه ولایت کې عملآ کارونه شروع شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په غزني ولایت کې اوسمهال د مرکز په ګډون، یو شمېر ولسوالیو کې یوه دولتي او څلور خصوصي مخابراتي شبکې فعالیت لري، خو ډېری خلک د هغوی له خدمتونو هم خوښ نه دي.

د غزني اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کې ډېری خلک خپل ورځني کارونه، سوداګري، معاملات په ښار او ولسوالیو کې په ټلېفوني اړیکو کنټرولوي چې په اوسني پرمختللي وخت کې دا ستونزه د اندېښنې وړ ده او حکومت باید ورته حل‌لاره ولټوي.

Visits: 148

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.