ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مخابراتو وزارت: په تېرو دوو کلونو کې ۲۵۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شوي

د مخابراتو وزارت: په تېرو دوو کلونو کې ۲۵۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شوي

author avatar
16 Jul 2023 - 11:40
د مخابراتو وزارت: په تېرو دوو کلونو کې ۲۵۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شوي
author avatar
16 Jul 2023 - 11:40

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ١٤٠٢): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وايي، په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د هېواد په هغو سيمو کې ۲۵۰ نوي مخابراتي سايټونه جوړ شوي چې مخکې هلته خلکو مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو دوو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۲۵۰ نوي مخابراتي سايټونه جوړ شوي دي.

هغه وايي، د دغو سيمو اوسېدونکي پخوا له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې وو خو اوس دغه ستونزه هواره شوې ده.

هغه وويل، په همدې موده کې په بېلابېلو ولايتونو کې د زرو مخابراتي سايټونو فعاليتونه ۲۴ ساعته شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، يادو سايټونو پخوا يا غیر فعال وو او يا يې په ۲۴ ساعتونو کې یوازې د څو ساعتونو لپاره فعاليت کاوه.

د الکوزي په وينا، مخابراتو وزارت پر يوه پلان کار کوي چې له مخې به يې په هغو سيمو کې هم ٣٠٠ مخابراتي سايټونه فعال شي چې دا مهال يې خلک ترې بې‌برخې دي.

دغه راز هغه پژواک ته وویل، د اترا ادارې تخنیکي ټيمونه وخت په وخت د مخابراتي شبکو فعاليت او د خدمتونو کیفیت څاري او ارزوي څو خلکو ته معیاري خدمات ورسېږي.

هغه وویل: «په ټول هېواد کې د ګرځنده دستګاه په مرسته د مخابراتي شبکو کیفیت ارزول کېږي، بیا د دوی هغه کیفیت چې خلکو ته يې وړاندې کوي، سنجول کېږي چې په رښتیا په هغه ډول چې دوی وايي، خدمات وړاندې کوي او که یې نه وړاندې کوي.»

الکوزی وایي، هڅې روانې دي چې د مخابراتي شبکو کیفیت امکاناتو ته په کتو نور هم ښه کړي.

بلخوا بیا د پلازمېنې کابل ځینو سیمو اوسېدونکي د مخابراتي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کوي.

د کابل ښار د دارالامان سیمې اوسېدونکي عبدالرحمن پژواک ته وویل، د دوی په سیمه کې د مخابراتي شبکو انټرنېټي او غږیز خدمتونه ډېر کمزوري دي.

هغه وویل: «زموږ په کور کې د مخابراتي شبکو انټرنېټ سم کار نه کوي او کله مې چې له چا سره کار وي نو بیا بېرون راوځم او له انټرنېټه استفاده کوم.»

هغه له مسوولینو غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د مخابراتي شبکو خدماتو کیفیت ښه کولو ته پاملرنه ډېره کړي.

دغه راز، د کابل ښار ۱۹مې ناحیې یوه اوسېدونکي صبغت‌الله پژواک ته وویل، د دوی په سیمه کې هم د مخابراتي شبکو خدمتونه د قناعت‌ وړ نه دي.

نوموړی وایي: «د انټرنېټ کیفیت بېخي ټیت دی؛ یو ځای کار کوي خو بل ځای یې بېخي نه کوي، شبکې هم بدلوو خو بیا هم خوندور کار نه کوي.»

دغه راز د تېرې غبرګولي میاشتې په ۲۱مه د بلخ یو شمېر اوسېدونکو هم پژواک ته په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو د انټرنېټي خدمتونو له ټیټ کیفیته شکایت کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د يو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو هم په یاده برخه کې شکايتونه کړي او د دې ستونزې د حل غوښتنه يې کړې ده.

Views: 96

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.