فراه (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): وروسته له هغه چې پژواک خبري اژانس د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې د مخابراتي خدمتونو د نه شتون راپور خپور کړ، نن هلته یو مخابراتي انتن نصب شو او خدمات یې پیل شول.
پژواک د چنګاښ په ۲۶مه د ګلستان اوسېدونکو په حواله راپور کې ويلي وو چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي په تېرو شلو کلونو کې له مخابراتي خدمتونو محروم پاتې دي او اوس هم د سټلایټ ټیلېفونونو او لیک په وسیله له یو بل سره اړیکې ټينګوي.
د اترا ادارې ویاند جلال شمس پژواک اژانس ته وویل: «کله چې ستاسو ګزارش نشر شو، نو موږ په ګلستان ولسوالۍ کې د خلکو شکایت پر اساس چې خدمات نشته، د افغان بېسیم له لوري یوه پایه انتن نصب کړ او نن یې خدمات پیل کړل چې په دې سره به د ولسوالۍ ډېرې ساحې تر پوښښ لاندې راځي.»
د هغه په خبره، د اترا اداره پلان لري په هغو ځایونو کې چې انتنونه نشته، هلته هم خپل خدمات ورسوي؛ کومې سیمې چې لرې وي او خصوصي سکتور زړه نه ښه کوي، په هغو سیمو کې خپله اترا اداره انتنونه نصبوي.
د فراه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست هم وايي، ګلستان کې یو انتن نصب شو او خدمات یې نن ماسپښین پیل کړل.
د یادې ادارې رییس عبدالمجید ابوذر وایي، د لومړي ځل لپاره په ګلستان کې د افغان بېسيم سایټ فعال شو او ترڅنګ یې دوه جېبي انټرنټي خدمتونه هم پیل شول.
د هغه په وینا، پلان لري چې په نږدې راتلونکي کې نور انتنونه هم نصب کړي.
د ګلستان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي خوښ دي چې د لومړي ځل لپاره په دغه ولسوالی کې مخابراتي خدمات پیل شول.
د ګلستان یو اوسېدونکی جواد حیدري وایي: «واقعاً، نه پوهېږم څنګه مننه وکړم چې پژواک ګزارش نشر کړ، له یوې هفتې ژر زموږ غږ واورېدل شو او نن مو په ولسوالۍ کې مخابراتي خدمات پیل شول.»
هغه زیاتوي، که څه هم د دې ولسوالۍ د مرکز اړیکې له نورو سیمو سره نښلول شوي، خو هیله څرګندوي چې حکومت نور انتنونه هم نصب کړي.
د ګلستان ولسوالۍ د «سیاکوشې» کلي قومي مشر حاجي غفور وایي: «ډېر خوشاله یو چې زموږ غږ واورېدل شو او نن انتن نصب شو، خو دا یو انتن کفایت نه کوي، هیله لرو نور انتنونه هم نصب شي.»
د هغه په وینا ګلستان یوه محرومه ولسوالي ده، او هېله څرګندوي چې ټوله ولسوالي له مخابراتو خدماتو برخمنه شي.
د یادونې ده، یوه اونۍ مخکې د فراه د مخابراتو رییس ویلي وو، د روان کال تر ژمي پورې به په ګلستان کې د سلام شبکې فعالیت پیل کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










