د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وایي، اسلامي امارت هڅه کوي، ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او هغوی به د خپلو وړتیا سره سم په بېلابېلو ادارو کې پر دندو وګمارل شي.
۴۵ کلنه مهتاب چې اووه ماشومان یې په کور کې زېږېدلي او تر اوسه د زېږون لپاره کوم روغتيايي مرکز ته نه ده بېول شوې، وايي چې د خاوند د کورنۍ له لوري د محدویت او ناسم باورونو له امله د امېدوارۍ پر مهال له روغتیايي پاملرنې بې برخې وه.
د ډیورنډ پر پوله د تورخم دروازه له تېرو اوو راهیسې د سوداګرو او ناروغانو پر مخ تړلې ده او پاکستان لا هم د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ پر لرلو ټینګار کوي.