ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې نږدې ۷۰۰ کسانو ته د خوراکي توکو بدل کې د کار زمينه برابره شوه

ننګرهار کې نږدې ۷۰۰ کسانو ته د خوراکي توکو بدل کې د کار زمينه برابره شوه

author avatar
18 Jan 2024 - 14:23
ننګرهار کې نږدې ۷۰۰ کسانو ته د خوراکي توکو بدل کې د کار زمينه برابره شوه
author avatar
18 Jan 2024 - 14:23

جلال‌اباد (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۲): د ننګرهار د کليو بیارغونې او پراختيا رياست وايي، د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له لوري د خوراکي توکو په بدل کې ۶۹۵ کسانو ته د لنډمهاله کار زمينه برابره شوه.

د ننګرهار د کليو بیا رغونې او پراختيا‎ رييس مولوي قسمت‌الله مبارز پژواک خبري اژانس ته وويل، د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي او د (RRDPO) موسسې په تخنيکي همکارۍ په کوز کونړ/ښېوې ولسوالۍ کې د خوراکي توکو په بدل کې ۶۹۵ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.

هغه زياته کړه، دغه کسان به د يادې ولسوالۍ په مرکزي ښېوې، شیګې، بډیلې، ګریک، قلعټک او کاشکوټ سيمو کې د سړکونو او کانالونو د ترميم او پاکولو برخه کې کار وکړي.

هغه وايي، یادو کسانو ته د شپږو مياشتو لپاره هره مياشت ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ کيلوګرامه غوړي، ۶ کيلو دال، مالګه او د ماشومانو لپاره تقویتي مواد ورکول کېږي.

په دغو پروژو کې پر کار بوخت کسان هم خوښ دي چې له يوې خوا د خپلې سيمې لپاره خدمت کوي او له بل اړخه ورته د کار زمينه هم برابره شوې ده.

سيدمقبل چې په کاشکوټ سيمه کې د کانال په پاکولو لګیا دی ‎وايي، د مرستې کولو ټولې پروسې بايد همدا ډول شي څو هم واقعي اړمن کسان پکې وګومارل شي او هم د وطن د ابادۍ لپاره کار وشي.

مسوولين وايي، هڅه کوي چې د مرستو لړۍ په نورو ولسواليو کې هم همدا ډول پرمخ یوسي څو له يوې خوا اړمن کسان معلوم او له بل پلوه خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو برخه کې کار وشي.

Views: 16

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.