منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۰ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

نړیوال خبرونه

۲،۷۶۱ راپورونه

راپورونه

حماس یو امریکایي – اسرائیلي بندي آزاد کړ

د حماس ډلې اعلان کړی چې یو امریکایي – اسرائیلي بندي ادان الکساندر یې غزه کې د اوربند هوکړې ته رسېدو لپاره د هڅو د دوام او دغې سیمې ته بشر دوستانه مرستو د انتقال زمینې برابرولو په موخه، خوشې کړی دی.

ټرمپ سعودي عربستان ته رسېدلی

د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منځني ختیځ ته د سفر په لړ کې نن سهار د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض ته رسېدلی دی.

زلنسکي: چمتو یم چې له پوټین سره ترکیه کې وګورم

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر وغوښتل څو له پوټین سره د مخامخ خبرو اترو وړاندیز ومني، زلنسکي وايي، چمتو دی چې له پوټین سره په ترکیه کې وګوري.

افغان او چیني چارواکي د مخابراتي خدمتونو او مصنوعي ځیرکتیا برخو کې پر همکارۍ غږېدلي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست د اېم‌سي‌سي چیني شرکت له استازو سره د مخابراتي خدمتونو، ټکنالوجۍ او دغه راز د مصنوعي ځیرکتیا برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د چین ولسمشر روسیې ته ولاړ

د چین ولسمشر شي جین‌پینګ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدنې په موخه مسکو ته سفر کړی دی.

د پاکستان او هند کړکېچ؛ دواړو هېوادونو کې د ځینو هوایي ډګرونو فعالیتونه درېدلي

د راپورونو له مخې، په پاکستان او هند کې د ځینو هوایي ډګرونو فعالیتونه درېدلي، د پاکستان او شمالي هند پر هوایي حریمونو الوتنې نه کېږي او پاکستان ویلي چې تېره شپه یې د هند ۱۲ بې‌پیلوټه الوتکې غورځولې دي.

د جیش محمد ډلې مشر وایي، د هند بریدونو کې یې د کورنۍ لس غړي وژل شوي

د «جیش محمد» ډلې مشر ویلي، پر پاکستان د هند په برید کې د هغه د کورنۍ لس غړي او څلور ملګري وژل شوي او پاکستان چې د ځوابي برید ګواښ یې کړی، ویلي دي چې د هند شارژدافیر یې احضار کړی او شهباز شریف به د ملي امنیت کمېټې له نننۍ غونډې وروسته ملت ته وینا وکړي.

نور راپورونه