کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، انګولا کې د ډېزلو د بیې لوړېدو غبرګون کې د پراخو لاریونونو له امله ۲۲ کسان وژل شوي او ۱۹۷ نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې یاد لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې دولت پرېکړه وکړه د ډېزلو بیه یو پر درېیمه لوړوي؛ هغه اقدام چې د سونتوکو د سبسایډي د تدریجي بندولو لړۍ برخه ده چې دلیل یې د هېواد د مالي وضعیت ښه کېدل بلل شوي دی.

په راپور کې راغلي چې د دوشنبې ورځې لومړني لاریونونه په پلازمېنه لوانډا کې د کوچنیو مسافروړونکو موټرو ټولنو له لوري پيل شول او شپږو نورو ولایتونو ته وغځېدل او شاهدانو له پلورنځیو د غلاوو، عمومي مالونو د تخریب او د پولیسو او لاریونکوونکو ترمنځ له سختو نښتو خبر ورکړی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د کابینې په بېړنۍ غونډه کې چې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوه، چارواکو راپور ورکړی چې د ناارامیو په جریان کې ۱۲۱۴ کسان نیول شوي، ۶۶ پلورنځي او ۲۵ موټرونه تخریب شوي او څو سوپرمارکېټونه او ګودامونه لوټ شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په یادو لاریونونو کې دغهراز ۲۲ کسان وژل شوي او نږدې ۲۰۰ نور ټپیان دي.