په دې لیکنه کې مو د انساني ژوند لپاره د هغوى د احساساتو په اړه چې په کوم ځای او کومو حالاتو کې باید څه ډول ترسره او څه ډول ښکاره شي، څنګه په واک کې شي او څنګه یې ووژنو، رڼا اچولې ده.
احساسات د یو حال ټولګه ده چې له قهر، غوسې ، کرکې ، خوښۍ ، مینې ، وېرې او نورو څخه جوړه شوې ده .
د هغه چا حرکات چې خلک خندوي هر چاته د پوهې وړ دي ، چې د انسان په ځانګړتیاوو کې شمېرل کېږي . د احساساتو شتون له انسان سره مرسته کوي چې یو له بله سره اړيکه ټینګه کړي، احساسات د انسان اروایي حالت څرګندوي او په بیلابېلو وختونو کې د هغه له لوري سلوک دی چې ترسره کیږي .
احساسات په انسان کې رواني تغیرات راولي چې دغه بدلون د انسان په مغز کې تولیدیږي چې د عصبي سلوک له مخې تصمیم نیسي لکه د زړه ضربان هم په هماغه وخت کې د یوه قوي احساس له مخې له انسان سره اړیکه نیسي.
احساسات کولای شي چې د انسان فیزیولوژیکي حرکات زیات او یا هم کم کړي، چې د انسان په فکر او کړنو مخامخ اغېز کوي ، ګڼ احساسات چې کله له حده ووځي او یا هم له خپله حده ډېر کم شي کولای شي انسان پرځان حاکمیت له لاسه ورکړي، نو ویلی شو چې احساسات یوه ډېره پیچلې برخه ده چې مرکز یې دانسان د عصبي سیستم چې (امیګدال ) نومیږي شتون لري، له چاپېریال څخه اخیستل شوی حال او معلومات دغې برخې ته دننه کیږي، تحلیلېږي او دمغزونو بېلابېلو برخو ته انتقالیږي، چې په پایله کې یې انسان سم یا ناسم تصمیم نیسي او له ځانه حرکات ښيي.
خپل احساسات ومنئ !
په عمومي ډول مثب احساسات د انسان د ژوند لوری هم بدلوي دا چې څه ډول بدلون کوي د انسان په خپل فکر او پوهې پورې اړه لري ، نو هر هغه فکر او احساس چې ستا په ذهن کې شتون لري له هغه سره مقاومت بې ګټې دی .
موږ باید هېڅکله له خپل داخلي احساس سره مبارزه ونه کړو ځکه نه یواځې دا چې تاسو ستړی کوي ترڅنګ یې ستاسو انرژي هم مصرفوي څه چې احساسوئ دا ستاسو د خپلې ټاکنې پایله ده .
هیڅوک نه شي کولای چې موږ ځانګړي عمل او یا هم کړنې ته وهڅوي یا مو اړ کړي که غواړئ نیمه ګړۍ خپه واوسئ دا ستاسو خپل حق دی او خپل احساسات له همدې ځایه په واک کې کړئ، خو اجازه مه ورکوئ چې دغه احساس تاسو په خپل واک کې ونیسئ .
خپل احساسات ښکاره کړئ !
انسان وروسته له هغه چې غوسه شي د ګناه احساس کوي او شرمیږي ، که چېرته تاسو له قصده چاته زیان نه رسوئ نو هغه چې ستاسو په ذهن کې وي ورته ووایئ او هغه بد عواطف چې ستاسو په فکر کې دي هغه ستاسو بېروني نړۍ خرابوي .
خپل منفي احساسات په مثبت واړوئ !
تاسو کولای شئ دخپل فکر په بدلولو سره خپل احساسات هم بدل کړئ ستاسو فکرونه ستاسو په احساساتو مخامخ اغېز کوي او ستاسو احساسات ستاسو د کړنو لامل کیږي، نو په دې بنسټ که غواړئ چې خپل منفي احساسات په مثبتو بدل کړئ، نو اړ یئ چې تاسو باید خپل فکر د هغه څه په اړه بدل کړئ چې تاسو ته ازار درکوي ددې لپاره له لاندې طریقو څخه ګټه واخلئ !
۱: ځان ارام کړئ
۲: ځای وټاکئ
۳: خپل حالت ووېشئ او بیا پرې فکر وکړئ
۴: خپل فکر وپېژنئ
۵: خپل لیدلی حال چې ستا له فکر سره بلد دى وپېژنئ یعنې خپل فکر ته داسې فکر وکړئ چې دغه کړنه ستاسو په عادي ژوند څومره بد او ښه اغېز لرلى شي.
۶ : همدې وخت کې خپل حال په خپل واک کې کړئ ، مه پرېږدئ چې غوسه مو تصمیم ونیسي کوم څه چې تاسو یې نه غواړئ .
۷: خپل احساسات ولیکئ سم او بد حالت یې ولیکئ چې که تاسو هغه عمل چې ترسره کوئ او یا له هغه چاپیریال سره چې تاسو په کې شتون لرئ نن او سبا یې ستاسو په ژوند څه او څومره بد اغېز کوي .
۸: خپل احساسات بیا ولولئ
اوس نو پوهیږئ چې ستاسو احساسات ستاسو لپاره څومره مضر او څومره ګټور دي .
انسان اړتیا لري چې خپل احساسات پوره کړي، خو د دې په اړه ټولنپوهانو انساني ژوند چې له کله راهیسې دانسان له پېدایښته پیل شوی داسې څېړلی دی ، دوى انساني ټولنه په دوه برخو وېشي.
لومړۍ ډله وایي: انسان له ازله یا له پیدایښته مضر او د ژوند د چاپیریال لپاره خطرناک دی ، هغه چې فکر کوي انسان له پېدایښته ضرر رسوونکی نا پوه او جنسیت او تبعیض غوښتوونکی دی چې دخپلو شخصي ګټو لپاره له هرډول مشروع او نا مشروع توکو څخه ګټه اخلي .
دويمه ډله وايي: انسان له پیدایښته پوه ، هوښیار، د ترقۍ، مختګ او د نورو د خیر په فکر کی دی .
په اوسنۍ نړۍ کې دلومړۍ ډلې یا منفی فکر کوونکو نظریه عامه ده . په دې ځای کې به دهمدې ډلې نظریه ترڅېړنې لاندی ونیسو، د لوېدیځ پوهان لکه هابز، نیچه ، هیوم ، فروید و مکیاوالی د ټولو په ګډ نظر : په بیلابیلو ټکو او شکلونو سره دوى انسان بریدګر او جنس غوښتوونکی ګڼلى دی، چې دغه موجود له نژاد پرستۍ پرته انسان له قصدي وژنې ، جنسي برید ، غلا دانسان په وجود اوفکر کې اغږل شوي دي دوى وایي چې انسان ځان غوښتونکی دی
تمدن: وروسته له هغه چې انساني تمدن او ډله ییزې همکارۍ رامنځته کیږي او دغه همکارۍ زیاتیږي دانسان لومړني احساسات لکه وژل ، دشهوت قانع کول او دخوراکي توکو غلا او نور شیان له منځه وړي، نو له همدې امله تمدن د انسان له احساساتو سره په ټکر کې واقع کیږي.
او هر څومره چې د انسان غوښتنې له منځه ځي هماغومره انسان په خپله ټولنه کې ځان محروم ګڼي ، که چیرته دغه محرومیت ژر له منځه لاړ نه شي نو د وخت په تېریدو سره دغه مخالفتونه د ناهیلیو د یو لوی ناورین په پای کې د جګړو او د ټولنې د بې ثباتۍ لامل کیږي .
فروید وايي انسان ته ډيره په زړه پورې ده چې بریدګر واوسي نسبت دې ته چې له بل سره دوست واوسي ، انسان تل هڅه کړې چې د بل له امکاناتو ګټه واخلي او بل لوری محروم کړي .
لکه د روم امپراطورۍ د انساني برید د غوښتنو د پوره کولو ( کولوسیوم ) او یا سپورټي لوبغالي د وزرشي سياليو لپاره د کلادیاتور له ګلادیاتور او یا ګلادیاتور له نورو وحشي ځناورو سره ترتیب کړي وو چې دغو سياليو به د وژنو او یا بل له منځه وړلو تر وخته پورې دوام کاوه .
همدارنګه هټلر د خپلو اقتصادي ستونزو د پوره کولو لپاره په خپلو ګاونډیو هېوادونو بریدونه کول چې کولای شي په خپل دې کار سره له ټولو دلایلو د انسان لومړی حس یعنې غذا پیدا کړي .
په ځینو پرمختللو هېوادونو کې ځینې وختونه په یو ځای او یو وخت ۶ بېلابېل ډوله لوبغالي شته، د ټولنپوهانو له نظره چې څنګه کولای شو منفی انرژي مصرف کړل شي او د انسان لومړنۍ غوښتنې پوره کړل شي ،د مبارزو او مسابقو په وخت کې چې کومې چیغې او سورې او ان کنځلې هم اورېدلې وي همدغه احساسات دي چې انسان یې په یوه وخت کې له خپل ذهنه بهر وباسي او زړه یې تشیږي ، خو په عام ژوند کې هیڅکله نه لوبغاړي او نه هم دغه لیدونکي دداسې شور زوږ او کنځلو اورېدلو حوصله لري، خو په دغه لوبغالي کې یې اوري او قبلوي یې، سره له دې چې دغه ډول لوبې سوداګریزې شوي او د دولت لاسوهنه په کې لرې خبره وي، خو په رواجولو او امکاناتو برابرولو کې دولت ډیره برخه اخلي موخه له دغه چاپیریاله همدا ده چې څنګه کولای شي د خلکو احساساتو ښکاره کولو ته ځای او چا پیریال برابر کړي .
په افغانستان کې دغه ډول احساسات یواځې په فکرونو کې پاتې دي چې نه څرګند شوي او نه وتلي، د ټولنپوهنې له نظره دغه فکر او فکري اړتیاوې د ځان لپاره نورې ستونزې زیږوي او په ټولنه کې د خپلو احساساتو د څرګندولو د پاتې کېدا له امله خپل زړه په نورو طریقو سړوي چې په ټولنه کې د ستونزو د را ولاړېدو لامل کیږي .
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.