Language

مؤقت حکومت یا انتقالي اداره دوه مترادف کلمات دي.  مؤقت حکومت هغه ساختار دی چې په یوه هېواد کې د یوې مشخصې لنډې مودې لپاره د یو لړ مشخصو اهدافو د لاس ته راوړلو په غرض منځ ته راځي.  دا چې اوس په افغانستان کې د مؤقت حکومت  ډنډوره ګرمه ده، او یو شمېر افغانان یې په دې اړه د راز راز سوالونو سره مخ کړي دي، نو د دې لپاره چې مو د هېوادوالو سره په دې اړه مرسته کړې وې، ښه به دا وي چې دا موضوع د سیاسي اړخ پر ځای په علمي توګه وڅېړو، ترڅو بېطرفي وساتلى شو، او ولس ته اړونده معلومات بې پرې وړاندې کړو.  نو زه په دې غرض خپل بحث په لاندې برخو کې تنظیموم:

    ۱-   د مؤقت حکومت اهداف څه وي؟

    ۲ –  په نړۍ کې څو ډوله مؤقت حکومتونه وجود لري؟

    ۳ –  د مؤقت حکومت ضرورت څه او کله منځ ته راځي؟

    ۴-  تر اوسه په نړۍ کې د مؤقت حکومتونو نتایج څه دي؟

    ۵ –  په افغانستان کې د تېر مؤقت حکومت تجربه او نتایج څنګه وه؟

    ۶ –  په افغانستان کې اوس د مؤقت حکومت مؤجه دلیل شته؟

    ۷-  اوس په افغانستان کې د مؤقت حکومت غوښتونکي څوک او څومره د مؤقت حکومت اهدافو ته ژمن دي؟

    ۸ –  د موقتو حکومتونو د ناکامیو عوامل څه وي؟

    ۹-  اوس به په افغانستان کې د مؤقت حکومت نتیجه څه وي؟

    ۱۰-  افغانانو ته څه کول په کار دي؟

     ۱-   د مؤقت حکومت اهداف څه وي؟

    د مؤقت حکومتونو اساسي هدف د انتقالي عدالت تامین وي، تر څو په هېواد کې د دایمي عدالت  لپاره مناسب نظام را منځ ته کړي. چې دا عدالت عبارت دی د بشر د حقوقو تامین، د جرایمو، جنایاتو او مجریمینو مخنیوی، د حقیقتونو روښانه کول، د جنګ جګړې ختمول، د خشونتونو پر ځای اجتماعي ژوند (سولې، ثبات او امن ) ته تګ، په نظام کې د بې عدالتۍ پر ځای د عدالت د سیستم تآمین او واکمن کول، د مملکت اداري سستم سمول، او په ټوله کې په ملک کې د یوه ولسواک نظام منځ ته راوړل شامل دي.

    ۲ –  په نړۍ کی څو ډوله مؤقت حکومتونه وجود لري؟

    مؤقت حکومتونه په څلور ډوله دي:

    ۱-  انقلابي انتقالي اداره: هغه حکومتونه دي چې اکثرا د کودتاوو یا انقلاب په نتیجه کې منځ ته راځي او د یو وخت لپاره واک په غیر دیموکراتیکه توګه په لاس کې اخلي، لکه د سردار محمد داوود خان، او یا هم د خلق د دیموکراتیک حکومتونو لومړۍ دورې.

    ۲-  د قدرت شریکولو مؤقته اداره: دا هغه اداره وي چې زوړ حکومت د خپلو مخالفینو سره په ګډه یوه اداره منځ ته راوړي. لکه په یو څه غلطیا سره د ښاغلي حامد کرزي مؤقته اداره ( نیمګړتیا او یا غلطي یې دا وه چې طالبان یې په واک کې شامل نه کړل)

    ۳- د نسبی شراکت حکومت:  دا هغه سستم دی چې په واک کې اداره د مخالفینو سره قدرت د خپلو شرایطو لاندې شریکوي.  (لکه په اوسني وخت کې د ښاغلي ډاکتر اشرف غني وړاندیز مخالفینو ته )

    ۴- نړیوال مؤقته اداره:  دا هغه اداره ده چې تر ډېره حده د نړیوال تفاهم په پايله کې منځ ته راځي او اختیارات یې هم له نړیوالو سره وي. ( چې تر یوه حده د کرزي انتقالي دوره د دې یوه نمونه هم وه).

    ۳-  د مؤقت حکومت ضرورت څه او کله منځ ته راځي؟

    مؤقت حکومتونه هغه وخت ضرورت پیښیږي چې د یوه هېواد خلک (چارواکي او مخالفین) په خپل منځ کې جوړ نه راځي، په واک کې خلک د خلکو حقوق غصبوي، او مخالفین یې د خلکو د حقوقو د تامین لپاره مجادله کوي، او یا دا چې یوه نوې اداره چې اصلآ په دیموکراسۍ او انتخاباتو باورمنده وي، د اقتدار د لاس ته راړلو نه پس د انتخاباتو تر دایرولو پورې یوه مؤقته غیر انتخابي اداره جوړوي.

    ۴-  تر اوسه په نړۍ کې د مؤقت حکومتونو نتایج څه دي؟

    تر اوسه په نړۍ کې ۵۸ موقتې ادارې یا انتقالي ادارې حکومتونه منځ ته راغلي چې د هغوی مکمل لېست د ليکنې په پای کې ضمیمه دي.  خو متآسفانه د دې حکومتونو اکثره یې ناکام او یا هم ډېر کم شمېر یې خپل اهداف یو څه لاس ته راوړي دي، خو په خوا کې یې نورې ستونزې هم رامنخ ته کړې دي.

   ۵ –  په افغانستان کې د تېر مؤقت حکومت تجربه او نتایج یې:

    په افغنستان کې موږ د څلورو مؤقتو ادارو تجربه لرو. چې په خواشینۍ سره په افغانستان کې هم د تېرو درېیو انتقالي او مؤقتو ادارو نتیجې منفي وې.  لومړی مؤقته اداره هغه اداره وه چې د سردار محمد داوود خان د ګودتاه په تنیجه کې منځ ته راغله.  سره له دې چې دا یوه نسبټا کامیابه اداره وه، خو بیا هم په نتیجه کې یې داوود خان اقتدار ځان ته منحصر وساته.  دوهمه مؤقته اداره د خلق د دیموکراتیک ګوند د ګودتاه په نتیجه کې منځ ته راغله، چې هغه هم په خواشنۍ سره د خلق د دیمکراتیک ګوند د انشعاب او په هېواد کې د سرتاسري پاڅون او په نتیجه کې د شورویانو په مداخله، د میلیونونو انسانانو په مجبوري هجرتونو، او ډله يیز وژنو او د رنګارنګ بربادیو سبب شو.  درېیمه مؤقته اداره بیا د مجاهدینو په مشرۍ له ډاکتر نجیب الله څخه د واک د انتقال لپاره منځ ته راغله.  په دغه اداره کې ملګري ملتونه په دې ونه توانېدل چې په دې اړه خپل اړوند پلان او نقشه سم تطبیق کړای شي، چې په نتیجه کې یې د یوې مرموزې کودتاه له لارې انتقال په حقیقت کې د نظار شورا له خوا تصاحب ولې په ظاهري توګه مجاهدینو ته انتقال شو، چې له امله یې نه دا چې د مؤقتې ادارې یوه لاس ته راوړنه هم ونه شوه، بلکې لا ډېرې زیاتې ستونزې یې وزېږولې. همدا راز ملګري ملتونه د ډاکتر نجیب الله په مصونیت کې ناکام راغلل، او ډاکتر نجیب الله هم په اصطلاح د طالبانو په لاس( په حقیقت کې د پاکستان د ای ایس ای له لاسه) ووژل شو.

   څلورمه مؤقته اداره هم د یوه نړیوال سازش او د بن د کنفرانس په نتیجه کې منځ ته راغله، چې په خواشینۍ سره د دې سازش نه لاس ته راغلی حکومت هم نه یوازې دا چې د مؤقتې ادارې اساسي اهداف تر لاسه نه کړل، بلکې هیواد ته یې د یوې اوږد مهاله تراژیدۍ (د ادارې وېش د قومونو او سیاسي ډلو تر منځ د وېش او د جنګي مجرمینو د معافیت او اقتدار کې د شریکولو) غلط اساس او بنیاد کېښود.  نو د کرزي د دورې د مؤقت حکومت د جرایمو مسوولیت هم د هغو نړیوالو مهندسینو او په خاصه توګه د خلیلزاد په غاړه دی، دا ځکه چې دوى د بن کنفرانس کې رامنځ ته شوی انتقالی حکومت د انتقالي حکومت د اهدافو په خاطر نه، بلکې د هغې د اهدافو په خلاف د داسې اشخاصو د ترکیب نه منځ ته راوړ چې د هغوی اراده او هلې ځلې د مؤقت ادارې د اهدافو لاس ته راړړل نه بلکې د هغوی له منځ وړل و.

    ۶ –  په افغانستان کې اوس د مؤقت حکومت مؤجه دلیل شته؟

 افغانستان اوس د یوه منتخب حکومت لرونکی دی، چې د ډېرو نیمګړتیاوو سره سره د ټولنې د اساسي اصولیتونو خوا ته مخ په تللو دی.  په اوسني حکومت کې نیمګړتیاوې، د دوی د ارادې له امله نه بلکې د هغو ستونزو له امله دی، چې د ټولو دیموکراتیکو اصولو خلاف د امریکي پخواني د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په ډېره بدسترګۍ او دیکتاتورانه توګه ډاکتر عبدالله عبدالله په واک د پنځوس سلنه ونډې سره شریک کړ.  چې د دوی د دغې غیر اصولي، او غیر اخلاقي مشارکت او د دوی نقش په حکومت کې دننه د یوې تخریبي وسیلې په توګه د حکومت د فلج کېدو او په وړاندې یې د راز راز ستونزو د پیداکولو او نا توانه کولو سبب شوی دی.  نو د دې حکومت د ستونزو او ناکامیو اساسي عامل هم همدغه داخلي مخالفین او د دوی نړیوال پلویان دي.

     افغانستان موجوده حکومت نه یوازې دا چې د مؤقت حکومت د اهدافو مخالف نه دی، بلکې په ټوله توانمندۍ د هغوى د لاس ته راوړلو لپاره هلې ځلې کوي.  د انجنير ګلبدین حکمتیار را بلنه، طالبانو او نورو مخالفینو ته د سر د امن په تضمین سره په دیموکراتیکه پروسه کې د ونډې ورکول، د ټولنې د بنیادي ساختارونو جوړونه، اقتصادي پرمختیا، د دیموکراتیکو بنسټونو رغونه او د فساد او مفسیدینو مهارونه د دې حکومت عمده اهداف او لاس ته راړونې دي.  اما د دوى مخالفین بیا په ټوله کې اصلآ د مؤقت حکومت د دغو بنیادي غوښتنو مخالفین او د هغو ټولو اصولو نقض کوونکي دي. نو دلته د انتقالي حکومت ضرورت اصلآ مطرح کیدای نه شي.

    ۷-  اوس په افغانستان کې د مؤقت حکومت غوښتونکي څوک او څومره د مؤقت حکومت اهدافو ته ژمن دي؟

    اوس په افغانستان کې د مؤقت حکومت غوښتونکي په درې برخو کې مطالعه کولای شو.  یو یې د افغانستان نه نا خبره یا د یوه شړېدلي افغانستان غوښتونکي نړیوال ابرقدرتونه (امریکا او روس ) دي.  امریکایان د مؤقتې ادارې په جوړولو ټینګار کوي.  دوى دلته دوه اهداف لري. یو دوی غواړي د خپلو ناکامیو پړه په افغان دولت واچوي او ځان ته د وړو یوه پزه جوړه کړي.  خو حقیقت دا دی چې دا همدوی وه چې په لوی لاس یې د ډاکتر اشرف غني ګټلي انتخابات د خپلو پټو اهدافو لپاره له چیلنجونو سره مخ کړل، تر څو د خپلو پټو مخو لپاره خپل روزلي باوري نوکران بیا هم په قدرت کې وساتي او د راتلونکي لپاره یې د نورو اهدافو لپاره وکاروي.  دوهم، دوى غواړي له دې لارې طالبان په یوه با صلاحیته توګه په حکومت کې داخل کړي تر څو د دوى په واسطه ایران، روسیه او چین تر خپل کنټرول لاندې وساتي او د همدې طالبانو نه په ګټه مذهبي افراطي تروریستي ډلې وروزي او منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو ته یې د بې ثباتۍ په غرض واستوي، چې متاسفانه روس، چین او ایران هم په دې اړه د توطيې ښکار شوي او په لنډ مهال ډول په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ په هیله ځانونه په یوه بل خطر کې اچوي.  البته په دې برخه کې پاکستان په دې و توانیده چې خلیلزاد ته د مؤقتې ادارې د مشرۍ، او په ادامه یې د یو اوږدمهاله واک د ژمنی په بدله کې هغه هم د مؤقت ادارې جوړښت او پلوي ته وهڅوي.

    دوم:  د منطقې مغرض هېوادونه خاصتآ پاکستان، قطراو سعودي عربستان، هم د خپلو ځانګړو اهدافو لپاره د طالبانو د لا برلاسه کولو او د کابل د موجوده حکومت د لا ضعیفه کولو په خاطر ډنډورې پيل کړې دي. چې په دې وروستیو کې د عمران خان څرګندونې یې ښه مثالونه دي. پاکستان غواړي د طالبانو په واک کې د ګډون له لارې خپل بنیادي او اوږدمهاله اهداف چې هغه په افغانستان کې د یوه با ثباته نظام له منځه وړل او د خپل یو لاس پوڅي دولت ایجاد دی خپل اهداف تر لاسه کړي.  پاکستان د دې کار لپاره یوه داسې ستراتیژي را منځ ته کړې چې یې عربي هېوادونو ته د طالبانو نه د ایران په ضد د کار اخيستلو په وعده، او امریکایانو ته یې د طالبانو نه د منځنۍ اسیا او چین د بې ثباته کولو په غرض د طالبانو پلوي او مؤقتې ادارې ته هڅولي دي.

    درېیم:  دوى د دې کار لپاره د افغانستان دننه ټولې هغه ډلې ټپلې چې په تېرو څلوېښت کلونو کې یې د هر نوعه انسان وژنې، بشري جنایاتو، جنګي جرمونو او جنایاتو مرتکبین او په تېرو ۱۸ کلونو کې په افغانستان کې د څوکۍ او صلاحیتونو نه په استفاده د هر نوعه چور او چپاول مرتکبین وه، هم دې ته هڅولي دي چې په ګډه او یوه اواز د موقتې ادارې غوښتنه وکړي.

    ۸-  د موقتو حکومتونو د ناکامیو عوامل څه وي؟

    ۱– مؤقت حکومتونه د صلاحیتونو له مخې محدود وي او صلاحیتونه یې د هغه چا په لاس وي چې د دوی مادي او معنوي تمویل کوي.

    ۲- معمولآ د دوى په راس کې داسی کسان غوره کیږي چي د قاطع او غوڅ دریځ لرونکي نه وي، د مثال په ډول حامد کرزی چې خپل ټول وخت یې په سازشونو تېر کړ.

    ۳-  د مؤقتی ادارې مشر باید دواړو خواوو ته د منلو وړ وي، نو ټول هغه کسان چې غوڅ دریځ لري د دغه انتخاب نه بې بهرې وي.

    ۴-  دا حکومتونه راوړل کیږي، یعنې نه د خپلې ارادې لرونکي وي نه خپل اهداف لري.

    ۵-  له دې امله چې دوره یې لنډه وي نو روزګذراني کوي او د ځان د ګټو د خوندي کولو لپار کار کوي نه د مؤقت حکومت اساسي موخو ته.

    ۶-  د انضباتي صلاحیتونو لرونکی نه وي، نو قوانین نه شي پلي کولای.

    ۷-  په اکثره مواردو کې د هغوی تر شا دولتونه د خپل بنیادي تعهد د نه لرلو له امله په ستونزو کې ترې مخه اړوي او خپل مسؤلیتونه سم نه تر سره کوي، چې دا بیا د هغوی د ناکامیو سبب کیږي.  مثلآ کله چي د دوستم او احمد شاه مسعود د ملګرو ملتونو د پرېکړې خلاف د ډاکتر نجیب الله د وتلو مخه ونیوله، ملګري ملتونو هیڅ هم و نه کړل، او حتا د نجیب الله په ژغورلو کې هم پاتې راغلل.

    ۸– له دې امله چې بله دوره کې په قدرت کې د شراکت حق نه لري، د همدغه مؤقت حکومت نه د توطؤ له لارو خپل اهداف تر لاسه کوي.

    ۹-  ایا اوس به په افغانستان کې د راتلونکي مؤقت حکومت پايله څه وي؟

    نو که د اوسني مؤقت حکومت د غوښتونکو ترکیب او د دوی اهدافو او لنډ او اوږد مهاله ګټو ته دقیق زیر شو، نو د دغه حکومت داخلي غوښتونکي هم په مجموع کې هماغه غله، قاتلین، چپاولګر او د بشر د حقوقو نقض کوونکي دي، چې لا قانونیت د خپل ژوند د بقا او د خپلو ګټو د خوندیتوب اساسي وسیله بولي.  نو دوى نه یوازې دا چې د مؤقت حکومت له اهدافو سره مخالف دي، بلکې په ټوله مانا به د مؤقت حکومت په ناکامولو کې ونډه اخلي.  له بلې خوا د دغه مؤقت حکومت بهرني پلویان هم د داسې موخو لپاره کار کوي چې هغه د مؤقت حکومت له اهدافو سره متضاد دي.  نو دا په واضح ډول ویلای شو چې د دغو خلکو (داخلي او خارجي) پلویانو په موجودیت کې به راتلونکى مؤقت حکومت نه یوازې دا چې هیڅ لاس ته راوړنه  ونه لري، بلکې هېواد به دلا زیاتو بدمرغیو سره مخ کړي. دا به په هېواد کې د تجزیې، د جنګسالارانو د بیا حاکمیت، دوامداره کورنیو جګړو، او افغانستان یو ځل بیا د تروریزم په ځاله او د تروریزم په یوه روزونکي او لېږونکي هېواد بدل کړي او له دې لارې به ایران او مرکزي اسیا نارامه او بې ثباته کوي.  دا چې پاکستان نور د تروریزم په صادرولو کې رسوا شوی، نو اوس پاکستان او د هغه نړیوال پلویان دغه ناولې پدیده د طالبانو او پخواني جنګي جنایتکارانو او تکنوکراتو غلو په موجودیت کې افغانستان ته رانقلول غواړي.  افغانان او د سیمې هېوادونه باید دغې تؤ طیې ته هوښیار او بیدار واوسي.

    ۱۰- په دې حساسه مرحله کې افغانانو ته څه کول په کار دي؟

    افغانانو ته په کار دي چې:

    ۱— په خبلو کې سره یو موټی شي او د دښمن په دغو توطيو ځان او ولس ښه پوه کړي.

    ۲-  د خپل موجوده حکومت تر شا په کلکه اراده ودریږي او له خپلو ټولو ممکنه وسایلو څخه په استفاده د موقت حکومت توطيه او طرحه رد او وغندي.

    ۳-  په دې اړه په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر د غونډو، لاریونونو او نورو مطبوعاتي وسایلو څخه په استفاده د دغې پروسې په کلکه او داومداره توګه مخالفت وکړي.

    ۴-  یو شمېر نور هغه هېوادونه خاصتآ روس، چین، ایران او د منخنۍ اسیا هېوادونه هم د دغې توطيې په خرابو عواقبو پوه او د دې په مخالفت کې د ځان ملګري کړي.

    رفرنسونه مل دي.

    Sincerely Yours,

    Dr. Tajuddin Millatmal, MD, MPA, SCSG

    Tel-  (001) (202)-246-1992

    “Everyone should have a purpose for life; mine is serving humanity with the best possible respect, and most appropriate manner without any restriction and or reservation whatsoever”.  Dr. TM

  On Thu, Apr 4, 2019 at 12:11 PM Dr.Tajuddin Millatmal <[email protected]> wrote:

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه